افغانستان منگوليا ته په فوټبال کې ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
فوټبال

افغانستان خ‍پله لومړۍ لوبه له سرېلنکا ګټلې وه

له منگوليا سره د افغانستان لوبه تر ډېره مساوي روانه وه.

د چانسونو له لاسه ورکولو داسې ښووله چې منگوليايان به خپله دويمه لوبه هم مساوي ختموي.

خو د لوبې په ٦٠ مه دقيقه کې د افغانستان گول وهونکي بلال ارزو د منگوليا جال وخوځاوۀ.

بلال په لومړۍ لوبه کې له سرېلنکا سرههم گول کړى و.

افغان لوبډله اوس د پخوا خلاف ښه دفاع کوي او داسې ښکاري چې يو گول ورته په بري تمامېداى شي.

په دې لوبه کې هم دفاع پياوړې ښکاره شوه.

له دې بري سره افغانستان اوس د سي گروپ په سر کې ځاى لري.

کوربه هېواد لاوس به د چارشنبې په ورځ( د فبروري په شپږمه) له افغانستان سره وروستۍ لوبه کوي.

منگوليا او لاس خپله لومړۍ لوبه يو يو مساوي کړې وه او افغانستان سرېلنکا ته ماتې ورکړې وه.

په دې حساب افغانستان په شپږو پواينټونو تر نورو وړاندې دى.

له سرېلنکا او منگوليا څخه د لوبو گټل به د افغانستان پر نړيوالو درجه بنديو مثبت اغېز وکړي.

تېره مياشت افغانستان په نړيوالو درجه بنديو کې ١٨٩ دريځ ته کښته شوى و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .