
دغه سیالۍ په څلورو کلونو کې یوځل جوړېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د چلینج کپ په سیالیو کې د سریلانکا ملي لوبډلې سره لوبه کې سریلانکا ته ۱- صفر ماتې ورکړه.
د لوبې په لومړنۍ نیمايي کې افغان لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه او بلال ارزو په وروستیو شېبو کې وتوانېد چې د سریلانکا لوبډلې ګول ولړزوي.
د لوبې په دویمه نیمايي کې افغان او سریلانکايي لوبډلو دواړو د یوه او بل ګول پر دروازو سخت بریدونه وکړل، خو کومه پایله یې نه درلوده.
په لوبه کې افغان لوبغاړي تر ډېره برلاسي ښکارېدل، او د دفاع پر ځای یې تر ډېره بریدونه کول.
لوبه د بلال په یوازېني ګول سره پای ته ورسېده.
دغه لوبې د فوټبال په برخې کې د شلو دویم درجه اسیايي هېوادونو تر منځ په لاوس کې روانې دي.
د 'چلینج کپ' لومړنیو سیالیو کې ډلبندي:
- الف ګروپ: میانمار، هندوستان، ټایوان او ګوام
- ب ګروپ: قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان اوماکاو
- ج ګروپ: لاووس، افغانستان، سریلانکا، او منګولیا
- د ګروپ: نیپآل، فلسطین او بنګله دېش
- هـ ګروپ: فلیپین، ترکمنستان، کامبوج او بروني
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په دریم ګروپ کې ده چې سریلانکا، منګولیا او لاوس له یو بل سره سیالي په کې کوي.
د افغان لوبډلې بله سیالي به د مارچ په څلورمه د منګولیا او دریمه د مارچ په شپږمه له لاوس سره وي.
دغه لوبې د آسیايي لوبو جام ته د لار موندلو په موخه کیږي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په مالدیپ کې ترسره کېږي.
د 'چلینج کپ' دغه سیالۍ په ۲۰۰۶ کال د اسیا د فوټپال د فدراسیون مخکني رییس محمد بن همام په نوښت پیل شوې، چې لومړی پړاو یې د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شو.
په دغو سیالو کې د اسیا ټول ټال شل ټیمونه ګډون کوي.
دغه سیالۍ په څلورو کلونو کې یوځل جوړېږي.
په چلینج کپ کې ګډون کووونکې ډلې پنځو ډلو کې څلور ټیمونه لوبېږي، خو پایلوبو ته یوازې اته ډلې بریالۍ ډلې وځي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال په دغو سیالیو کې له هندوستان، ټایوان او فیلیپین سره ولوبېد، خو تر دوو امتیازونو اخیستو او دوو مساوي او یوې ماتې وروسته له سیالیو ووت.












