د فوټبال اسیا جام سیالۍ پر سعودي د بریدونو له کبله وځنډول شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د فوټبال د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په سعودي کې وشي، پر کوربه هېواد د یو لړ خونړیو بریدونو له امله ځنډول شوې دي.

د ۲۴ لوبډلو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۷مې د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې پلان شوې وې، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې کېږي.

په اکتوبر کې د یمن د حوثي غورځنګ له لوري د ریاض پر هوايي ډګر توغندیز برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (اې ایف سي) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سیالیو د نېټې د بدلون پرېکړه "د سیمې د روانو استثنايي شرایطو، لوژستیکي ستونزو او د سفرونو د ګډوډۍ" له امله شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د سیالیو نوې نېټې به د تصویب لپاره فیفا ته وړاندې شي.

په دا وروستیو کې په سعودي عرب کې ګڼ نور ورزشي او تفریحي پروګرامونه هم لغو شوې دي، چې د سېکس کینګز سلام د ټېنس نندارېزې سیالۍ هم پکې شاملې دي، چې ټاکل شوې وه په ریاض کې وشي.

دغه راز د اسیا ټور د ګالف هغه سیالۍ هم د نامعلومې مودې لپاره ځنډولې چې د نومبر له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې پلان شوې وې.

دا پرلپسې دوهم اسیا جام دی چې ځنډېږي. له دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام هم د کووېډ وبا له امله له چین څخه قطر ته ولېږدول شو او په ۲۰۲۴ کال کې یې سیالۍ وشوې.

د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د ځنډېدو پرېکړه په دې معنا ده چې د انګلنډ د فوټبال غوره لیګ (پریمیېر لیګ) یو شمېر لوبغاړي به د روان فصل د یوې برخې له لاسه ورکولو ته اړ نه شي.

له هغو لوبغاړو څخه چې تمه کېده د خپلو ملي لوبډلو لپاره وبلل شي، د جاپان زیون سوزوکي د اسټن ویلا، واتارو اېنډو د لیورپول او دایزن مایدا د ایپسوېچ ټاون لوبغاړي دي.

دغه راز د لیډز یونایټډ لوبغاړی او تاناکا، د کریسټال پالاس دوه لوبغاړي تاکهیرو تومیاسو او دایچي کامادا، او د هال سیټي لوبغاړی هیدېماسا موریتا هم د جاپان ملي لوبډلې لپاره لوبېږي.

جاپان د دغو سیالیو له مهمو مدعیانو بلل کېده جاپان او که تر پایلوبې رسېدلی وای، نو اسټن ویلا به د اروپايي اتلانو لیګ برخه ده، ښايي لږ تر لږه اوو لوبو لپاره له خپل جاپاني ګول ساتونکي سوزوکي بې برخې شوې وای.

لیورپول لوبډله هم د اتلانو لیګ سیالیو کې ګډون لري، خو جاپاني فوټبالر واتارو اېنډو لا تر اوسه په روان فصل کې دې لوبډلې لپاره لوبه نه ده کړې.

د برایټن لوبغاړی کاورو میتوما دمګړی ټپي دی، خو تمه ده د کال تر پای مخکې بېرته راستون او د جاپان ملي لوبډلې ته هم ور وبلل شي.

د ازبکستان مدافع عبدالقادر خوسانوف، چې د مانچسټر سیټي لپاره لوبېږي، او د هال سیټي او اسټرالیا مدافع لوکاس هېرینګټن هم تمه لرله چې د اسیا جام لپاره به ملي لوبډلو ته بلنه ترلاسه کړي.