BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د پوتني او امام رحمان ليدنه

    افغانستان د پوتين او د تاجکستاني ولسمشر د کتنې په اجنډا کې

    د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰مه) تاجکستان ته په يوه ورځني سفر تللی و او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل. د روسيې تاس خبري اژانس د راپور له مخې دواړو مشرانو په پلازمېنه دوشنبې کې "په تاجکستان کې د روسيې د پوځي اډې د فعاليتونو، د سيمه ييز امنيت د مسايلو او د دوه اړخيزو همکاریو د پراختيا د شونتياو" په اړه خبرې وکړې.

  • یوناما وايي په دې غونډه کې تر ۵۰ افغان مېرمنو ګډون کړی و

    افغان ښځو کابل کې د یوناما مشرې سره غونډه کې د لا زیاتو فرصتونو غوښتنه کړې

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، یو شمېر افغان ښځینه مشرانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د کتنې پر مهال "ښځو لپاره د لا زیاتو فرصتونو او ټولنه کې د معنا لرونکي ګډون" غوښتنه کړې ده. د یوناما مشرې هم ویلي، چې"ښځې نه غواړي یوازې د ملاتړ ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي د هغو پرېکړو او پالیسو په جوړولو کې فعاله ونډه ولري، چې د دوی پر ژوند" اغېزه کوي.

  • Truck Driver

    یوه لارۍ چلوونکي ته څنګه د ۱۲۰ میلیونه روپيو لاټري ووتله؟

    د هندي پنجاب د موهالي سیمې اړوند د یوه واړه کلي اوسېدونکي ته په لاټرۍ یا قرعه‌کشۍ کې ۱۲۰ میلیونه هندۍ کلدارې وتلې دي چې شاوخوا (یو اعشاریه درې) میلیونه امریکايي ډالر کېږي. دغه سېک سړی بلجېندر سېنګ نومېږي او د همایون‌پور کلي اوسېدونکی دی. نن سبا یې په کور کې د خوشالۍ جشن دی او کورنۍ یې پر خلکو خواږه او میټايۍ وېشي.

  • A view of the inside of a game store shows a poster depicting the game's branding, as well as an image of the game poster showing the two main characters, with people in the background making purchases at the counter.

    جي‌ټي‌اې ۶ ریکارډونه مات کړل؛ اټکل کېږي چې پلور یې پر ۲ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو اوښتی

    اټکل کېږي چې د ګرینډ دېفټ اټو )جي‌ټي‌اې ۶ (په نوم کمپیوټري لوبې یا ویډیو ګېم پرون پنجشنبه د خپرېدو پر لومړۍ ورځ د تفریحي صنعت په تاریخ کې تر ټولو لویه پیلامه ثبت کړې ده. دا له ۱۳ کلونو وروسته د دغه ویډیو‌ ګېم نوې بڼه ده، چې بازار ته راوځي.

  • یو تشریحي انځور چې پکې یو کس خپل کمیس پرانیستی او د خپلې پیاوړتیا ښودنه کوي. پر سینه یې د سوپرمن نښان او د غایطه موادو انځور لیدل کېږي. ښي لوري ته یې دوه نارینه او یوه ښځه ولاړ دي چې د ډاکټرانو او ساینسپوهانو استازیتوب کوي، او مخې ته یې یو مایکروسکوپ ایښی دی. په سور رنګ شالید کې یو پرانیستی دروازه هم ښکاري چې تشناب ته لار ښيي.

    د غایطه موادو پیوند؛ د ناروغیو د درملنې لپاره طبي خزانه، په اړه یې څومره پوهېږئ؟

    هغه څه چې موږ یې فاضله مواد بولو، ښايي په خپل منځپانګه کې یوه هیله‌بښونکې طبي خزانه ولري. د غایطه موادو پیوند دا امکان برابروي چې د روغو بسپنه‌ورکوونکو د کولمو ګټور میکروبونه هغو ناروغانو ته ولېږدول شي چې د کولمو د مایکروبیوم له ګډوډۍ سره مخ دي. خو څه شی ځینې بسپنه‌ورکوونکي تر نورو ځانګړي او غوره کوي؟

  • ټرمپ وايي جګړه یې ګټلې ده

    د ایران جګړه کې د امریکا لګښت له ۴۸ میلیارد ډالرو اوښتی

    د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) يوه جګپوړي مالي چارواکي ويلي چې د ايران خلاف د امريکا د پوځي عملياتو لګښت له ۴۸ ميليارد ډالرو اوښتی دی. ارتور مېلر مشرانو جرګې ته ویلي په دغه اټکلي لګښت کې د ايران د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو په بريدونو کې د امريکا پوځي اډو ته اوښتي زيانونه او همدا راز د ځینو له منځه تللو وسلو بيه شامله نه ده.

  • د امریکا، چین او روسیې ولسمشران

    د امریکا،‌ چین او روسیې د ولسمشرانو تاریخي ناسته؛ درې واړه مشرانو د اټومي وسلې پر نه کارولو تینګار کړی

    د چین امریکا او روسیې ولسمشرانو له تاریخي درې اړخیزې سرمشریزې وروسته ګډ بیان کې ویلي چې درې واړه مشرانو د اټومي جګړې پر مخنیوي او د تیلو د تولید په ډېرولو هوکړه کړې ده. د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران به پرېنږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي. له دې غونډو وروسته د روسیې ولسمشر وویل چې دوی په ملګرو ملتونو کې پر سمونونو او د اټومي وسلو پر نه پراخولو هم خبرې کړي دي. د چین ولسمشر خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې درې واړه مشران به د نړیوالو ننګونو پر وړاندې ګډ کار وکړي.

  • یوه ماشومه چې زېړبخون وېښتان لري، له یوه ښېښه‌يي ډبي بېسکټ راباسي.

    ماشومان مو دروغ درته وايي؟ څنګه یې ریښتیا ویلو ته هڅولی شو؟

    که ماشوم وپوښتې چې پر دیوال یې کرښې ولې راښکلې دي نو که هماغه شېبه یې قلم هم په لاس کې وي، درته وايي‌ به چې ما نه دي کړي. که له ډبي یا المارۍ یې ستا له اجازې پرته خواړه پټ کړي وي او ته یې وپوښتې چې دا چا وخوړل، نو که ګریوان او لاسونه یې پر هماغو خوړو ککړ هم وي، وايي به چې ما نه؛ یا به وايي چې پېشو وخوړل او یا پیریانو یووړل. دا هغه واړه واړه دروغ دي چې نږدې ټول میندې او پلرونه یې له خپلو ماشومانو اوري. خو کارپوهان وايي چې دا وړې درغلۍ د هغوی د ذهني ودې مهمه برخه ده او په دغه رپوټ کې یې درته تشریح کوي چې څنګه:

  • د جي ټي اې ۶ لوبې تبلیغاتي اعلان

    له ۱۳ کلونو انتظار وروسته، د "GTA 6" لوبه بازار ته وړاندې شوه؛ په افغانستان کې به د لاسرسي وړ وي؟

    له ۱۳ کلونو انتظار وروسته، د "GTA 6" لوبه نن سهار د دې مشهورې ویډیويي لوبې مینه‌والو ته وړاندې شوه. په افغانستان کې هم د "GTA 6" لوبه په بېلابېلو بیو وړاندې کېږي. د ځینو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د دې لوبې د آفلاین نسخې بیه ۲۴۹۹ افغانۍ، د آنلاین او آفلاین نسخې بیه ۳۴۹۹ افغانۍ او یوازې د آنلاین نسخې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. خو لا څرګنده نه ده چې افغان پلورونکو د دې لوبې د مخکیني پلور زمینه څنګه برابره کړې او ایا وړاندې شوې نسخې یې په مستقیم ډول له رسمي لارو ترلاسه کړې دي که نه.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #5
  • جولیان لېزلي
  • لندن
  • توره پړانګه
  • د پوتین اټومي بکس
  • Herat
  • INDIA
  • مجرمان
  • Solar System
  • ټرمپ ویده دی

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • واده شوې جوړه

    د مینې د څرګندولو لارې: تاسې خپله مینه څنګه ښیئ؟

    په دې برخه کې د متخصصانو سپارښتنې وړاندې شوې دي. د خپل عاطفي ملګري خبرو ته غوږ ونیسئ: ډاکټر امرسن وویل: یوازې د دې انتظار مه کوئ، چې ستاسو د خبرو وار راورسېږي؛ هڅه وکړئ په رښتینې توګه د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونیسئ او احساسات یې درک او ومنئ. خپل احساسات په داسې جملو بیان کړئ، چې په "زه" پیل کېږي، او له ملامتولو ډډه وکړئ.

  • یو کل‌سری سړی په اندېښنه کې ښکته ګوري او خپل سر یې په دواړو لاسونو نیولی.

    ریښتیا هم خولۍ، حجاب او یا هېلمټ ستاسې وېښتان تویولی شي؟

    که نارینه دي او که ښځينه تر ډېره د خپل سر وېښتانو تویېدو ته اندېښمن وي او په ذهن کې یې د تویېدو په لامل پسې ګرځي. ځينې نارینه پرخپله خولۍ او ځينې ښځې پر پړوني شکمنې وي چې ښايي د وېښتانو تلو لامل به وي. خو دا شک یې ریښتیا دی او که نه؟ د شامپوګانو بدلول او د وېښتانو غوړول ریښتیا هم د وېښتانو تویېدو مخه نیولی شي او که نه؟ په دغه رپوټ کې مو متخصصان پرې غږولي دي.

  • ټرمپ، پوتین او شي‌جینپینګ

    چین کې له تاریخي درې‌اړخیزې سرمشریزې مخکې د پوتین او ټرمپ "تاریخي روغبړ"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد، چې د پنجشنبې په ورځ له خپل چینایي سیال شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه بې‌ساري درې‌اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي. ټرمپ ویلي، په خبرو اترو کې به د ایران او اوکرایین جګړې سربېره د اټومي وسلو په تړاو د بې‌وسلې کولو موضوع هم وڅېړل شي.

  • د ارګ ارشیف

    ویډیو, د ارګ ارشیف څه حالت کې دی؟, موده 14,16

    له څو کلونو اندېښنو او پوښتنو وروسته چې ارګ ته د (افغان فلم) د ارشیف له لېږد سره راولاړې شوې وې، بي‌بي‌سي توانېدلې چې د ارګ ارشیف ته ورشي او ورته معلومه شوې چې د افغان فلم زرګونه انځوریز کسټونه د طالبانو حکومت له لوري ډیجیټلي بڼې ته اړول شوي دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه۲۱ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر۲۰ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي