د بریتانیا مېشتو اسیايي نارینه وو 'موقتي مېرمنې'

رپوټ کې ویل شوي، چې د دغو مېرمنو یو شمېر مېړونه بریتانیا ته خپلې مېرمنې راولي پرېږدي یې او یا ان کله نا کله په خپل هېواد کې پرېږدي
د عکس تشریح، رپوټ کې ویل شوي، چې د دغو مېرمنو یو شمېر مېړونه بریتانیا ته خپلې مېرمنې راولي پرېږدي یې او یا ان کله نا کله په خپل هېواد کې پرېږدي
د خپرېدو وخت

بریتانوي کارپوهان وايي د ځینو بریتانیا مېشتو سویلي اسیایانو هغه کړنه باید کورنی تاوتریخوالی وبلل شي، چې په سویلي اسیايي هېوادونو کې ودونه کوي او بیا لږ موده وروسته خپلې مېرمنې پرېږدي او یا ورسره زور زیاتی کوي.

د بریتانیا لنکن پوهنتون ماهرین وايي دغه سړي د خپلو مېرمنو له کورنیو د واده پر مهال زرګونه پاونډه اخلي او بیا دغه مېرمنې په خوسرګنۍ کې د وینزو په توګه ساتي.

په رپوټ کې دغو ښځو ته د ' لنډ مهاله مېرمنو ' نوم ورکړل شوی دی او وايي معمولاً ورسره نا انساني چلند کېږي.

رپوټ کې ویل شوي، چې د دغو مېرمنو یو شمېر مېړونه بریتانیا ته خپلې مېرمنې راولي پرېږدي یې او یا یې ان کله نا کله په خپل هېواد کې پرېږدي.

  • <link type="page"><caption> هند: هغه سړی نیول شوی چې "سلګونه ودونه" یې کړي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2013/09/130907_ns_man_hundreds_marriages" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> نوی قانون په برتانیا کې په زور ودول جرم ګڼي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/06/120608_ss-rolling-news-force-m" platform="highweb"/></link>
  • <bold><link type="page"><caption> ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2016/09/160928_ns_girls_but_not_weak_column" platform="highweb"/></link> </bold>

دغه مېرمنې بیا له ځان سره شوی چلند له خلکو پټوي او له همدې کبله د رپوټ چمتو کوونکو په یوه کال موده کې وکولای شول، چې هند کې ایله دغسې ۵۷ مېرمنې ومومي.

سونیتا (اصلي نوم یې نه دی څرګند شوی) د هند د پنجاب ایالت اوسېدونکې ده او د دې لپاره د واده ورځ د یوه ارمان ختلو ورځ وه. د واده تصویرونو ته د کتلو پر مهال یې وايي:

' هر څه سم او ښه و. '

د دغسې مېرمنو خویندو ته واده کول ستونزمن شي، ان څوک یې په دنده نه ګوماري او له دې کبله له مالي ستونزو سره مخامخ شي
د عکس تشریح، د دغسې مېرمنو خویندو ته واده کول ستونزمن شي، ان څوک یې په دنده نه ګوماري او له دې کبله له مالي ستونزو سره مخامخ شي

د هغې مېړه په هند کې له هغې سره یوه ماشت واوسېد او بیا بریتانیا ته ستون شو.

سونیتا هیله منده وه، چې مېړه به یې ژر بېرته هند ته لاړ شي او دا به له ځان سره بریتانیا ته بوځي، خو وايي له هغه وروسته حالات کړکېچن شول:

'' یو کال ووت، په ټیلیفوني خبرو کې به مې له هغه پوښتل، چې کله هند راځي، پلمې به یې کولې، له موږ نه به یې تل څه نا څه غوښتل، کله پيسې او کله هم میز، څوکۍ یا د کور نور توکي.''

د لنکن پوهنتون ډاکټرې سونداري انیتا د هند په سفر کې له داسې یو شمېر مېرمنو سره لیدلي
د عکس تشریح، د لنکن پوهنتون ډاکټرې سونداري انیتا د هند په سفر کې له داسې یو شمېر مېرمنو سره لیدلي

ورورسته د سونیتا مېړه له هغې سره اړیکه پرې کړه او اوس ورته معلومه شوه، چې نوموړي له مخکې نه بریتانیا کې بل واده کړی دی.

د سونیتا په خبره د هغې ميړه او خسرګنۍ ورسره زور زیاتی هم کاوه. ماهرین وايي ورته پېښې په پاکستان او بنګله دېش کې هم کېږي.

  • <link type="page"><caption> جنوبي کوریا کې د ۳۵۰۰ جوړو ډله ییز واده</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/news_in_brief/2013/02/130217_hh-rollingnews-1" platform="highweb"/></link>

د لنکن پوهنتون ډاکټره سنداري انیتا هند ته د سفرونو پر مهال له دغسې یو شمېر مېرمنو سره لیدلي دي.

نوموړې وايي د سیمې دود دستور داسې دی، چې که کوم مېړه خپله مېرمن پرېږدي، د هغې ښځې ټول عمر له کړاونو ډک شي. د نوموړې په وینا دغسې مېرمنو ته په خورا ټیټ نظر کتل کېږي او ان د کورنۍ د نورو غړو پر ژوند یې هم دغسې پېښې اغېز کوي:

رپوټ کې له بریتانیا غوښتنه شوې، چې د مېرمنو پرېښوولو کړنه کورنی تاوتریخوالی وبلل شي
د عکس تشریح، رپوټ کې له بریتانیا غوښتنه شوې، چې د مېرمنو پرېښوولو کړنه کورنی تاوتریخوالی وبلل شي

''د دغسې مېرمنو خویندو ته واده کول ستونزمن شي، ان څوک یې په دنده نه ګوماري او له دې کبله له مالي ستونزو سره مخامخ شي، دغسې مېرمنو ته په داسې نظر کتل کېږي، چې ګواکې پر تندي یې یو داغ لګېدلی وي.''

رپوټ کې له بریتانیا غوښتنه شوې، چې د مېرمنو پرېښوولو کړنه کورنی تاوتریخوالی وبلل شي او که دغسې مېرمنې بریتانیا ته نه وي راغلي هم باید د خوندیتوب لپاره یې لارې چارې ولټول شي.

په دې اړه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي ''حکومت په ودونو کې او یا بله کومه خپلوي کې زور زیاتی نه زغمي، موږ په خپل ټول قوت سره تل د غلامۍ، د زور ودونو او کورني تاوتریخوالي پر ضد ګامونه پورته کړي او راتلونکي کې به هم دغه لړ کې فعالیت کوو.''