'جمهوري غوښتونکي امریکا ته د کونډو، یتیمانو له راتګه ډاریږي'

د عکس سرچینه، AP
د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما امریکا ته د سوري کډوالو پر ورتګ د بندیز غوښتنې له کبله پر جمهوریت غوښتونکو مشرانو سختې نیوکې کړې. اوباما وايي:
''دوی ښايي امریکا ته د کونډو او یتیمانو له راتګه ډاریږي. ''
د نوموړي په وینا د جمهوریت غوښتونکو ادعاوې او څرګندونې د اسلامي دولت نومي ډلې ګډونوالو او تاکتیکونو شمېر ډېرېدو لامل کېدای شي.
هغه ټینګار وکړ، چې امریکا ته د ممکنه کډوالو ورتلو سکریننګ ګرانه چاره ده او وايي:
'' امریکا د جنونیت، ذهني فشار او یا له مبالغې ډکو خطرونو پر بنسټ ښې پرېکړې نه کوي.''
ولسمشر اوباما وايي:
'' موږ د ترهګریزو بریدونو پر مهال ښه نه یو او په وېره، ترهه کې ډوب شو. ''
له دې مخکې د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي مشر پال راین زرګونو سوري کډوالو ته امریکا کې د اوسېدو اجازې ورکړې په اړه د حکومت پرېکړې بېرته اخیستو غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، AP
ښاغلی راین وايي هیله من دی، چې د روانې اونۍ پای کې به په موقت ډول پر سوري کډوالو د بندیز قرارداد وړاندې شي.
له دې مخکې له لسو ډېرو امریکايي والیانو ویلي، چې د پاریس بریدونو پېښې ته په کتو سره به سوري کډوالو ته اجازه ور نه کړي چې ایالتونو ته یې ورشي.
تېره اونۍ پاریس کې بریدونه وشول، چې پایله کې یې ۱۲۹ کسان ووژل شول.
د دغو بریدونو پړه اسلامي دولت نومي ډلې منلې وه.
له دغو بریدونو وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند هغو مشرانو، چې د کانګريس غړي دي او د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو سیالي کې ونډه لري ویلي و، چې پر سوري کډوالو باید د امریکا دروازې وتړلې شي.
خو اوباما حکومت پر خپلې هغې پرېکړې ولاړ دی، چې وايي ۱۰ زرو نورو سوري کډوالو ته به امریکا کې د اوسېدو اجازه ورکړي.
اوباما پر جیب بش سختې نیوکې وکړې، چې ویلي و، یوازې عیسويانو کډوالو ته باید اجازه ورکړله شي، چې امریکا ته ورشي.
وروسته نوموړي ویلي و، چې عیسويانو ته یې د لومړیتوب ورکولو خبره کړې و، خو د هغو مسلمانو کډوالو هم خلاف نه دی، چې په اړه یې کره معلومات وشي.
خو ولسمشر اوباما وايي یوازې عیسويانو ته د اجازې ورکړه '' سیاسي لوبه '' ده، چې وايي د امریکايي ارزښتونو خلاف چاره ده.






















