د عربي ژبې مشهور سودانی شاعر محمد مفتاح فیتوري ومړ

د عکس سرچینه، b
محمد مفتاح فیتوري د جمعې په ورځ د اپریل په ۲۴مه د ۸۵ کالو په عمر د مراکش پلازمېنه رباط کې په یوه روغتون کې وفات شو .نوموړی دا څو کاله د ناروغیو له کبله کړېده.
فیتوري د عربي ژبې د آزاد شعر له شاعرانو او د افریقا له پېژندل شویو شعري ستورو یو و.
فیتوري په ۱۹۳۰ کال کې د لویدیځ دارفور (اوسنی سودان) په جنینه ښار کې نړۍ ته راغلی پلار یې د طریقت لارې صوفي و، چې نوموړي ته یې له ماشومتوبه معارف او دیني تعلیم ور ښودلی و.
ښاغلي فیتوري په ځوانۍ کې د مصر شمال اسکندریې ته لاړ او د خپل ژوند ډېر کلونه یې په همدې ښار کې تېر کړل، خو پر دې به یې تل ویاړ کاوه چې سودانی دی.
نوموړي د قاهرې په دارالعلوم کې چې د الازهر پوهنتون پورې تړلی دی زده کړې کړې، وروسته یې د مصر او سودان له مطبوعاتو سره مرستې پیل کړې.
په ۱۹۶۰ لسیزه کې د مصر او لیبیا دولتونو لخوا په دیپلماتیکو دندو وګمارل شو.
نوموړی له ماشومتوبه له بې وزلس او کړاو سره مخامخ و او ورسره لوی شو، خو شعر یې د وجود په خوله او د زړه په وینو لیکل شوی، زړه سوی، له تور پوستو سره غمرازي، ویر د ده د شعر له ځانګړنو څخه دي. فیتوري د سودان د ولسمشر جعفر نمیري له رژیم سره کلک مخالف و او ډېر کلونه سودان ته له سفر نه منع شوی و.
په ۱۹۷۴ کال کې د نمیري دولت له فیتوري د سودان تابعیت بېرته واخیست، چې دغه شاعر په رسمي توګه د لیبیا تابعیت منلو ته اړ شو.
تقریبا یو کال مخکې د سودان اوسني دولت د نوموړي ملي تابعیت په رسمي دولت بیرته ورته ورکړ.
فیتوري ته له هر څه دا مهمه وه، چې ځان یې تور پوستی ګاڼه او په بېلا بېلو ښارونو کې د تورپوستو پر درد او غم لیکنې کولې دوی به یې هڅول تر څو نیوکې وکړي او قیام ته پاڅېږي او دوی ته به یې ډاډ ور کاوه چې پر ظالمانو به بریالي وي.
د ځینو شعرونو ژباړه یې دا ده:
نیکونه مې په دې ځمکه کې خښ کړل
او له تورو خاورونه مې ورته کفن جوړ کړ
زه هم په دې خاوره کې ساه ورکوم
او اولادونه به مې هم په دې خاوره کې ساه ور کړي
یوازې همدا د افریقا خاوره ده چې موږ ته پاتې شوې
او له دې پرته موږ هېڅ وخت نور څه نه درلودل (۱۹۷۲)
د فیتوري اړیکي له افریقا سره د هغه د شعر د دیوانونو په نومونو کې له ورایه څرګندیږي، افریقايي شعرونه (۱۹۵۵ کال)، افریقا ما په یاد ساته (۱۹۵۴ کال)، د افریقا مین (۱۹۶۴).
د نوموړي شعرونه د عربو ډیری هیوادونو کې لکه سوریه، عراق، مصر او لیبیا کې تر درسي کتابونو ورسیدل.
سندرغاړو د ده ډیر شعرونه په سندرو کې ویلي او د ده د کتابونو او مقالو په اړه ډیرې تحلیلي لیکنې خپرې شوې دي.
د ښاغلي فیتوري ډیری منظومې او قصیدې په نورو ژبو ژباړل شوې.





















