
مړه شوې نرسه د دوو ماشومانو مور وه.
هغه روغتياپاله يا نرسه چې د شهزادگۍ کېټ د درملنې په روغتون کې په کار بوخته وه او د يوې جعلي ملکې تيلیفون يې ځواب کړى و مړه موندل شوې ده.
دا مړه شوې روغتياپاله يا نرسه جشنيتا سلادنا نومېده او په هغه روغتون کې وه چې څو ورځې وړاندې د برتانيا د شهزادگۍ کېټ درملنه په کې کېده.
په همدې روغتون کې همدې روغتيا پالې د ملکې په غږ کې د يوۀ جعلي کس تيلیفون ځواب کړى و.
روغتون په يوۀ بيان کې نرسه "بې جوړې بللې" ده.
دغې نرسې له استراليا څخه د تطرې سه شنبې په ورځ يوۀ تيلیفون زنگ ته ځواب ويلى و، تيلیفون کوونکې ځان داسې معرفي کړى و چې گواکې د برتانيا ملکه ده.
شهزادگۍ کېټ په دغه روغتون کې د دوشنبې په ورځ (دسمبر درېیمه) داخله شوې وه.
دا مېندواره ده او د مېندوارۍ په پيل کې د پرله پسې کانگو يا زړۀ بدۍ درملنې ته روغتون ته تللې وه خو د پنجشنبې په ورځ ترې رخصت شوه.
مړه شوې نرسه د دوو ماشومانو مور وه.
د بي بي سي يو خبريال وايي چې د جعلي تيلیفون له پېښې وروسته دغه نرسه ډېره گوښې او ناخوښه غوندې وه.
روغتون په دغې تېروتنې دا له کوم دېسپليني چارې سره نه وه مخامخ کړې.
د شاهي کورنۍ يوۀ وياند وايي چې دوى هم روغتون ته د دغې چارې په برخه کې کوم شکايت نه دى کړى.
شاهي کورنۍ د نرسې د مړينې د خبر په اورېدا خواشيني ښوولې ده.
د برتانيا پوليس وايي د جمعې په ورځ د يوې مېرمنې د بې هوښۍ خبر ورغى دوى چې ورغلل هغې ساه پرې کړې وه.
پوليس وايي دوى دغې مړينې ته د شک په سترگه نه گوري.














