
په لنبان کې د سوریې پر سر مخالفتونه په خطرناک ډول را برسېره کیږي.
سعودي عربستان، قطر، کویټ او عربي متحدو اماراتو په لبنان کې خپلو ټولو اتباعو ته خبر داری ورکړی چې سملاسي له دغه هېواده ووځي.
دا غوښتنه ترهغه وروسته کیږي چې په لبنان کې شیعه قبیلې د هغوی د تښتولو ګواښ کړی دی.
د المقداد په نوم کورنۍ د سعودي عربستان، قطر او نورو ټولو سني مسلمانو هېوادونو اتباعو ته چې په سوریه کې د یاغیانو ملاتړ کوي دا ډول خبرداری ورکړی دی.
په لنبان کې د سوریې پر سر مخالفتونه په خطرناک ډول را برسېره کیږي.
اوس په لنبان کې د کورنۍ جګړې پر مهال د تیارو شپو د تښتونو خاطرې بیا را ژوندۍ کیږي.
د المقداد قبیلې چې د بېکا په دره کې خورا ځواکمنه ده قانون په خپل لاس کې اخیستی او څو سوریایي اتباع یې تښتولي دي.
دوی دا کار د دې لپاره کړی چې د خپلې کورنۍ غړی چې په دمشق کې نیول شوی راخوشې کړي.
د سوریې حکومت مخالفین چې دا سړی یې تښتولی وایي نوموړی د ولسمشر بشار اسد په پلوۍ جنګېده.
خو د هغه کورنۍ دا نه مني. اوس خبره د هغو هیوادونو د اتباعو ګواښ ته رسېدلې چې د سوریې د حکومت مخالفینو ملاتړ کوي، که څه هم ډېر سعودیان سږ کال لبنان ته هسې هم نه دي ورغلي.
د لنبان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سفارتونو ا منیت یې ټینګ کړی دی.
خو ډېری لبنانیان د وروستیو پېښو په ترڅ کې په حکومت نیوکه کوي.
په امریکا کې مې د منځني ختیځ د چارو له کار پوه ډاکتر عالم پایند نه د یوې مرکې په پيل کې په لبنان کې د دې او نورو قبیلو د تېر په اړه وپوښتل.












