د حسني مبارک محاکمه له سره پیلېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د مصر د مخکني ولسمشر حسني مبارک محاکمه تر درې مياشتني ځنډ وروسته نن له سره پيليږي.
پر ده تور دى چې د هغه پاڅون په ترڅ کې يې د اعتراضيانو د وژلو امر کړى و چې په فبرورۍ کې يې دده رژيم نسکور کړ. سربېره پر دې د فساد تورونه هم پرې لگېدلي دي.
په بي بي سي کې د عربي چارو مدير سباستيان اشر پخپل رپوټ کې وايي: د مصريانو لپاره په تېر دوبي کې محاکمې ته د هغه چا درول يوه فوق العاده شېبه وه چې د دريو لسيزو لپاره يې د دوى پر ژوندانه سيورى غوړولى و.
د محاکمې بهير په دې حقيقت سره لا نور ډرامه ييز شو چې ښاغلى مبارک د روغتون په تذکره کې د محکمې تالار ته راوستل شو، په ملاسته ورته تورونه واورول شول او بېرته په همدې ډول و ايستل شو.
دا ځل به هم زرگونه امنيتي کسان په سيمه کې وگومارل شي. د محاکمې په مخکنيو غونډو کې امنيتي ساتونکي بريالي شول چې د قضا دننه او تر هغه د باندې د اخ وډب مخه ونيسي.
د محاکمې بهير ددې لپاره درې مياشتې ځنډول شوى و چې څارنوالۍ د محاکماتي بهير د مشر قاضي د بدلولو غوښتنه کړې وه. دغه غوښتنه وروسته رد شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
د مصر يو شمېر خورا زورو کسانو لا دمخه په دې قضيه کې شاهدي ورکړې چې په دوى کې د ښاغلي مبارک ځايناستى او د پوځ مشر فيلډ مارشال حسين طنطاوي هم راځي.
د محاکمې تر ځنډېدو وروسته اوونيو کې، د مصر حالات په تحرير ډگر کې د حکومتي ضد اعتراضيانو او پوځ ترمنځ د نښتو د بيا پيل له امله لا نور هم خراب شوي دي.
د پارلماني ټاکنو دوه لومړني پړاوونه هم بشپړ شوي چې پکې هغه اسلامپالي د گټنې په حال کې چې ښاغلي مبارک د اوږدو کلونو لپاره ځپلي وو.


















