سوريې ته د عرب ليګ وروستی ضرب الاجل

عرب ليګ يا عربي ټولنې د خپل یوه غړي هیواد پر وړاندې په بیساري ګام کې، سوريې ته تر نن ورځې وخت ورکړی چې بهرني څارونکي دننه ورپرېږدي.
د عربي ټولنې يوې جرگه گۍ په قطر کې د غونډې پر مهال دغه راز د سوريې د حکومت له خوا د پاڅون د ځپلو په ځواب کې د اقتصادي بنديزونو لگول هم تصويب کړل.
دوی دغه راز د سوريې د هغو نولسو چارواکو نومونه هم خپاره کړي چې پانګې به یې کنګل شي او عربي هیوادونو ته به سفرونه نه شي کولی.
دغه ګامونه پر داسې مهال اخيستل کېږي چې په سوریه کې د حکومت پر ضد پاڅون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی.
د رپوټونو له مخې تېره ورځ په سوريه کې د تاوتريخوالي په پېښو کې شل تنه وژل شوي دي.
نوري المالکي
بل خوا د عراق لومړي وزير نوري المالکي ويلي که د بشار الاسد حکومت چپه شي، نو په دغه هېواد کې به حالات خورا ترينګلي شي.
ښاغلي المالکي له اسوشيټېډ پرس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، په دې باور دی چې د سوريې د خلکو ساتنه بايد وشي او هېواد يې د سوريې حکومت ته د دې يادونه کوي چې يو ګونديز او د يوه قوم د حکومت کولو وخت نور پای ته رسېدلی دی.

عراق د ډېری عربي هېوادونو په توپير پر سوريې د وضع شويو بنديزونو مخالفت کړی او په نړېواله ټولنه کې يې د سوريې پر ضد له رايې ورکولو ډډه کړې ده.
ايران هم چې سوريه يې په نړۍ تر ټولو نژدې متحده ده، د بشار الاسد له حکومت نه ملاتړ کړی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي په وروستيو کې يوې ځلې بيا په سوريه کې د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په سوريه کې د وروستيو پرمختياوو په اړه وويل چې: "دولت او د سوريې خلک دې په خپلو کې پرېکړه وکړي او يو بل دې له صحنې نه باسي. نظاميان دي مخالفان نه باسي او مخالفان دې نظاميان نه باسي."
کورنۍ جګړه
د عراق لومړي وزير له اسوشيټېډ پرس سره د مرکې پر مهال وويل چې په وروستيو کې د سوريې يو شمېر مخالفان عراق ته د تلو غوښتونکي دي او د عراق حکومت به له دوی سره وګوري.
د سوريې د حکومت يو شمېر مخالفين همدا اوس په ترکيه کې دي او له دغه هېواد نه د خپلو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د يوې اډې په توګه کار اخلي.
په عراق کې د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال د نوري المالکي په ګډون د عراق يو شمېر مخالفين په سوريه کې وو.
ښاغلي المالکي د يو شمېر ګاونډيانو په څېر له واکه د بشار الاسد لرې کېدل مطرح نه کړل، او خبرداری يې ورکړ چې دا کار کولی شي سوريه په کورنۍ جګړه کې ښکېله کړي.



















