له پاکستاني طالبانو یو قومندان جلا شو

پاکستاني طالبان
د عکس تشریح، فضل سعید حقاني - چې ویل کېږي د افغانستان پولې ته څېرمه په کورمه ایجسنۍ کې د طالبانو مشري کوي – ویلي نور یې د طالبانو له خوا د ولسي وګړو په وحشیانه توګه په نښه کولو یې زغم ختم کړی دی .
د خپرېدو وخت

د پاکستاني طالبانو له حرکت څخه یو جګپوړی قومندان جلا شوی .

د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستاني طالبانو یوه جګپوړي قومندان فضل سعید حقاني اعلان وکړ چې د طالبانو له تحریکه وتلی او د' طالبانو اسلامي حرکت' په نامه نوې ډله یې جوړه کړې ده .

نوموړي له طالبانو د جلا کېدو اصلي دلیل د هغه په وینا ددغې ډلې له خوا په وحشیانه توګه د ولسي خلکو وژل په ګوته کړي دی .

حقاني - چې ویل کېږي د افغانستان پولې ته څېرمه په کورمه ایجسنۍ کې د طالبانو مشري کوي – ویلي نور یې د طالبانو له خوا د ولسي وګړو په وحشیانه توګه په نښه کولو یې زغم ختم کړی دی .

حقاني له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په تېلې فوني خبرو کې ویلي ''په بریدونو کې مو د ولسي وګړو ژوند ته د پام کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه .''

بل خوا، د سعید حقاني ویاند حافظ سیعد ویلي چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو پرضد خپله مبارزه جاري وساتي، چې په وینا یې دا مهال په نوې د 'طالبانو اسلامي حرکت' ډله کې ۵۰۰ جنګیالي لري .

فضل سعيد حقاني دې ته په اشارې سره چې اسلام په ځانمرګو بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه حرامه کړې، ویلي د طالبانو له خوا د ولسي وګړو وژنه یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ولسي وګړو له وژنې سره مشابه کړې ده .

فضل سعيد حقاني دې ته په اشارې سره چې اسلام په ځانمرګو بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه حرامه کړې، ویلي د طالبانو له خوا د ولسي وګړو وژنه یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ولسي وګړو له وژنې سره مشابه کړې ده .
د عکس تشریح، فضل سعيد حقاني دې ته په اشارې سره چې اسلام په ځانمرګو بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه حرامه کړې، ویلي د طالبانو له خوا د ولسي وګړو وژنه یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ولسي وګړو له وژنې سره مشابه کړې ده .

نوموړی زیاتوي چې د خپلې نوې ډلې د پروګرامونو لپاره به ډېر ژر خپله لس کسیزه سلاکاره ډله راوغواړي .

حقاني دا ګنګوسې په کلکه رد کړې چې ګني له پاکستاني حکومت او استخباراتي کړیو سره د اړیکو لپاره جلا شوی، او وویل ''له دوی سره هېڅ اړیکه نه لرم، زموږ یوازینی دښمن امریکا دی. ''

دی وايي چې هدف یې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي شریعت د پلی کولو غښتلتیا ده، چې به خبره یې په پاکستان کې یې د ملاتړو شمېر په ډېرېدا دی .