د بن لادن زامن د خپل پلار په وژل کېدو قهرېدلي

د عکس سرچینه، Reuters
نيويارک ټایمز ورځپاڼې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه څلورم زوی عمر ته یوه منسوبه وینا خپره کړې، چې په کې يې له محاکمې پرته د خپل پلار په وژلو امریکایانو ته د تور ګوته نيولې ده.
په دغه وینا کې راغلي، د اسامه د مړي او یا هم د هغه د مړي د عکس نه ښودلو د بن لادن کورنۍ په شک کې اچولې، چې ګني هغه نه دی وژل شوی.
د اسامه زوی ته په منسوبه شوې وینا کې راغلي، که چېرې بن لادن وژل وشی وی ''نو ولې يې یو سپين ږیری سړی ونیو او نړۍ ته یې له محاکمه کولو پرته هغه وواژه او مړی يې هم تری تم کړ.''
نوموړی ټينګار کوي چې ''له محاکمې پرته وژنه د سياسي ستونزو د حل لاره نه ده. ''چې په وینا يې عدالت هله عملي کېدای شي چې مجرم په محکمه کې محاکمه کړای شي.
عمر بن لادن ددغې وینا په ترڅ کې ویلي چې کورنۍ يې له محاکمه کولو پرته د اسامه د وژلو په اړه د سم لاسي پلټنو غوښتنه کوي.
نوموړي د اسامه د درو نیولو شویو ښځو د سم لاسي خوشي کولو غوښتنه هم کړې ده، چې اسلام اباد ته څېرمه په اېبټ اباد کې د اسامه په کور کې نیول شوې دي.
په یوه انټرنېټي پاڼه کې د عمر بن لادن هغه وینا هم خپره شوې، چې وايي د اسامه زامن به د امریکا په متحده ایالتونو کې د خپل پلار د وژل کېدو قضيه جدي ونیسي او د خپل پلار د وژني د برخليک د مالومولو لپاره به په نړیواله کچه هڅې پيل کړي.
که څه هم تر دې مهاله دغه وینا په رسمي توګه کومې خپلواکې سرچینې نه ده تایید کړې، خو په کې راغلي چې ''د بن لادن کورنۍ د اسامه په وژلو د امریکا ولسمشر بارک اوباما په قانوني توګه پړ بولي چې په وینا يې په دې توګه د یوه مشهور انسان وژل او بیا یې په مرموز ډول مړی په سمندر کې اچول نه له انساني او نه هم له ديني پلوه د منلو کار دی.''

په وینا کې راغلي چې ''دا د اسامه کورنۍ ته سپکاوی دی'' او د سلګونه میلیونه مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی او ګواښ دی.
عمر بن لادن ته په دغه منسوبه وینا کې دا هم راغلي د امریکا ځانګړي ځواکونه پاکستان ته د اسامه د نیولو په موخه نه، بلکې د هغه د وژلو لپاره ورغلي ول.
د ویلو ده چې عمر بن لادن څو کاله وړاندې ويلي وو چې اوس دی اسامه د خپل پلار په توګه نه مني.
دا پوښتنې داسې مهال راپورته شوې، چې سپينې ماڼۍ ويلي ول اسامه د عملیاتو او وژل کېدو پرمهال بې وسلې و.
د بن لادن د وژل کېدو عملیاتو د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ اړيکي ترينګلي کړي دي.
د پاکستان لومړي وزير یوسف رضا ګيلاني په تونده لهجه د امریکا هغه څرګندونې رد کړې چې ګني پاکستان د اسامه په پټن ځای خبر و.


















