سارا: د خپلو بندي ملګرو د خوشي کولو هڅې به کوم

سارا شورډ
د عکس تشریح، سارا شورډ ژمنه کړې چې د خپلو دوو بندي ملګرو د خوشي کولو لپاره به هڅې کوي.
د خپرېدو وخت

هغې امريکايۍ چې د ايرانيانو په زندان کې د يوه کال تر تېرولو وروسته د پيسو په ضمانت راخوشې شوه، ټولو هغو کسانو ته کور ودانى ويلى چې د هغې د خلاصېدو هلې ځلې يې کړې دي.

دا مېرمن چې سارا شورډ نومېږي، تېرکال له دوو نورو امريکاييانو سره په عراق کې د گرځېدو پر مهال د ايران پر پوله تر اوښتو وروسته ونيول شوه او د جاسوسۍ تور پرې ولگېد.

هغه بې له ځنډه له ايران نه وتلې ده.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د دغې امریکايي مېرمنې خوشي کول یو نېک ګام بللی دی:

''زه تر څه باندې یو کال بند وروسته له ایراني زندان څخه د اغلې سارا شورډ د خوشي کېدو هرکلی کوم، زه په دې تړاو د ایران د حکومت نرمي ستایم او له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه هیله لرم چې ایران د مهربانۍ له مخې دوه نور امریکایان هم خوشي کړي.''

سارا شورډ چې تر خوشي کېدا وروسته عمان ته وړل شوې، ویلي چې د خپلو دوو نورو امریکايي ملګرو د خوشي کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

نوموړې له ایران څخه غوښتي چې د هغې دوه بندي ملګري فیانس شان بایر او جوش فتال هم راخوشي کړيږ

سارا شورډ
د عکس تشریح، سارا شورډ له ایران نه تر خوشي کېدا وروسته عمان ته یووړل شوه.

درېواړه تېر کال د ایران-عراق پر ګډه پوله په کردستان کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور ونیول شول.

دواړه امریکایان د محاکمې په انتظار دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ایران نه غوښتي چې دواړه امریکایان خوشي کړي.

نوموړي ويلي چې دواړه بې ګناه دي، او د جاسوسۍ پرې لګول شوي تورونه بابیزه خبرې دي.