کلنټن: پاکستان پوهېږي چې اسامه او ملا عمر چېرې دي

د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي د پاکستان د حکومت د ننه داسې کسان شته، چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او ملا محمد عمر ځای ورته مالوم دی.
آغلې کلنټن دا څرګندونې له امريکايي سي بي اېس تلوېزيوني چينل سره په مرکه کې کړې دي.
هيلري کلنټن ويلي امريکا له پاکستان نه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د بريدونو د تورنو په محاکمه کولو کې د پاکستان ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري:
''زه دا نه وایم چې دغه کسان له هغوی سره په فعالیتونو کې شريک دي، بلکې هغوی پوهېږي چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن او ملا عمر چېرې دي او افغانستان کې د طالبانو رهبري له کومه ځايه کېږي.''
د امريکا د باندينيو چارو وزيرې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا حکومت به په دې اړه له امريکا سره څه مرسته وکړی شي، وويل ''زموږ ترمنځ همکاري دوام لري، زه پاکستان کې د ترهګرو پرضد مبارزه ستایم، او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې، خو لانورې هڅې ته هم اړتيا ده.''
څو ورځې وړاندې د امريکا نيويارک په ټايمز څلورلاره کې د ناکامه ترهګريزو بريدونو په تړاو د پاکستان د ښکېلتيا په اړه وويل: ''ښايي تړاو ورسره ولري، خو په اړه يې لانوو پلټنو ته ضرورت دی، چې دا تړاو څه ډول و. ''
وړاندې پاکستاني طالبانو منلې وه، چې دغه بريدونو د دوی لخوا سمبال شوي ول.
د تېرې دوشنبې په ورځ د امريکا لوی څارنوال اريک هولډر هم وويل داسې شواهد يې موندلي، چې <link type="page"><caption> په دغو ناکامه ترهګريزو بريدونو کې پاکستان طالبان ښکېل وو.</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/05/100510_hh-paktaliban-ny-attacks.shtml" platform="highweb"/></link>
ګډ دښمن
هيلري کلنټن دا راز ويلي پاکستان ته دا پيغام رسول غواړي چې ''د امريکا او پاکستان دښمن يو دی، او نه غواړي چې د دغه دښمن په ځپلو کې وخت ضايع کړي. ''
دا په تېره يوه اوونۍ کې د پاکستان په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې دويمه وينا ده.
وړاندې يې هم په يوه مرکه کې ويلي وو که چېرې د نيويارک له ناکامو ترهګريزو هڅو سره د پاکستان تړاو ثابت کړای شي، ډېرې ناوړه پايلې به ولري.





















