په فارم کې د چاودنې له کبله ۱۸ زره غواګانې وژل شوې

د عکس سرچینه، CASTRO COUNTY SHERIFF'S OFFICE
- Author, بیرند دیبوسمان جونئر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د امریکا په ټکساس ایالت کې ځايي چارواکي وايي، دروانې اونۍ پیل کې د سیمې یو فارم کې د چاودنې له کبله ښايي تر ۱۸۰۰۰ پورې غواګانې وژل شوې دي.
د ېمیت سیمې په ساوت فورک ډئري نومي دې فارم کې د چاودنې له کبله یو کس سخت ټپي شوی دی. چارواکي وايي، دوی ګومان کوي چې په دې فارم کې متان نومي ګاز اوراخیستی، چې له کبله یې چاودنه شوې.
د یادونې ده، چې په امریکا کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د اورلګېدنې پېښو کې لږ لږه درې میلیونه څاروي وژل شوي دي.
د تازه پېښې په هکله د کاسترو سیمې پولیسو مشر وايي، دوی ته ماښام څه باندې اووه بجې د اور لګېدو معلومات ورکړل شول. د پولیسو ادارې له لوري په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې له فارمه د لوګو یوه لویه لوخړه پورته شوې ده.
په داسې حال کې چې د اور یا لوګو له کبله د وژل شویو غواګانو کره شمېره لا هم نه دی معلوم، د پولیسو ځايي دفتر مسوولینو بي بي سي ته وویل، دوی اټکل کوي چې په فارم کې ۱۸۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
په واشنګټن کې د حیواناتو ښېګړې انسټیټیوټ په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، که تائید شي، دا به له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې په اور لګېدنه کې د وژل شویو څارویو شمېرې ثبت کېږي، په یوه ځای تر ټولو د ډېر شمېر څارویو له منځه تللو پېښه وي.
د اې ډبلیو ای په نامه د دې انسټیټیوټ مسوولین وايي، د دوی شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د اور لګېدنې پېښو کې نژدې شپږ میلیونه څاروي وژل شوي، چې ۷۳۰۰ یې غواګانې دي.
















