پاکستان کې د کاغذ کموالی: راتلونکی کال ښایي کتابونه نه وي
د خپرېدو وخت
پاکستان کې د ښوونځيو او پوهنتونو زده کړې راتلونکي کال پيل ته شاوخوا يوه نيم مياشت پاتې ده، خو د کاغذ صنعت ټولنې خبرداری ورکړی چې د کاغذونو سخت کموالي له امله ښايي ميليونونه زده کوونکي کتابونه ونه لري.
دا کړکېچ په ځايي کچه توليد شوي کاغذ بيو کې د لوړوالي له امله ټوکېدلی دی.
دا اوس اوس د ځايي کاغذ بيې دوه سوه سلنه لوړې شوې او پر کاغذ واردولو بنديز لګېدلی دی. پېښور کې د چاپ يوه کارځي يو څښتن يې د دې کړکېچ کيسه کوي.