تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چینایی میلیاردر پر حکومت د نیوکو له کبله په اتلس کاله بند محکوم شو
چین کې د سترو شرکتونو د منتقدو مشرانو د مجازاتو په لړ کې تازه یو بل مشهور چینايي میلیادر سن داوو په اتلس کاله بند محکوم شوی دی.
ښاغلی داوو د کرهنې او مالدارۍ برخه کې د چین په کچه له سترو خصوصي کاروباریانو دی. د هغه شرکت د چین په شمالي هېبي ولایت کې فعالیت کوي.
۶۷ کلن سن داوو پخوا وخت ناوخت چین کې د بشري حقونو او حساسو سیاسي مسائلو په اړه څرګندونې کړې.
هغه "دستونزو جوړولو او ناندریو ته د لمن وهلو" لپاره مجرم پېژندل شوی. دا داسې تور دی چې چین کې اکثرا پر فعالانو لګول کېږي.
پر هغه په ناقانونه توګه د کرهنیزو ځمکو د لاندې کولو، پر دولتي دفترونو برید لپاره د خلکو راټولولو او همدا راز دا تور هم پورې شوی چې د دولتي کارمنو د دندو مخه یې نیولې ده.
سن داوو د اتلس کلن بند ترڅنګ څه باندې ۴۷۸ زره امریکایي ډالر جریمه شوی هم دی.
د هغه کمپنۍ د چین په کچه د سترو کمپنیو له ډلې ده او د غوښې له پروسس رانیولې ښوونځيو او روغتونونو ته د کورنیو ژویو تر خوړو برابرولو پورې بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
د رپوټونو له مخې هغه تېر کال له یوه دولتي فارم سره د ځمکې پر سر د لانجې له کبله له خپلو شلو خپلوانو او کاروباري شریکانو سره یو ځای ونیول شو.
د اې اېف پي د رپوټ له مخې ښاغلي داوو هغه مهال ویلي وو چې لسګونه کارکوونکې یې په دې لانجه کې پولیسو سره اخ و ډب کې ټپي شوي دي.
ویل کېږي ښاغلی سن د چین ځینو مخکښو سیاسي مخالفانو ته نږدې دی او تېر کې یې د حکومت پر کلیوالي پالیسیو نیوکې کړې دي.
نوموړی د هغو ګوتو په شمار کسانو له ډلې و چې د چین حکومت یې په زغرده دغه هېواد کې د خوږانو د افریقايي والګي د خپرېدو په پټولو تورناوه.
دغه والګي په ۲۰۱۹ کال د سن داوو فارم وځاپه او وروسته یې چین کې د دغه صنعت ستره برخه ویجاړه کړه.
هغه په ۲۰۰۳ کال هم په "ناقانونه توګه د پیسو" ټولولو له کبله زنداني شوی و، خو قضیه یې د دې لپاره بنده شوه چې ګڼو فعالانو او عامو خلکو ورسره ملاتړ وښود.
ښاغلی سان تر محاکمې وړاندې استماعیه غونډه کې پر نوموړي ډېر لګول شوي تورونه رد کړل او ځان یې د واکمن کمونیست ګوند پیاوړی غړی وباله.
خو هغه دا ومنله چې په انلاین بڼه یې د پیغامونو پوستولو په ګډون ځینې تیروتنې هم کړې دي.
هغه وویل: "په کوم ډول چې دوی اوس له ما څېړنې کوي، موږ ته نږدې کسان کړوي او د چا چې نه خوښېږو، هغوي خوشالوي. که څه هم دغه تورونه سخت دي، خو غواړم د نورو د خوشې کېدو لپاره یې پر ځان ومنم. موږ داسې خلک یو چې دې ټولنې ته مو خدمت کړی."
د چین حکومت په دې وروستیو کې دغه هېواد کې د کمپنیو او کاروباریانو خلاف کمپاین پیل کړی دی.
په دې لړ کې د علي بابا، ډيډي او ټېنسېنټ په ګډون د ټکنالوجۍ برخې له ځینو سترو کمپنیو د بېلابېلو څارنیزو مسایلو له کبله څېړنې روانې دي.