متحده عرب امارات 'مسلکي او وړتیا لرونکو' کسانو ته تابعیت ورکوي

دبئی
د خپرېدو وخت

متحده عرب اماراتو چارواکو د نویو قانوني اصلاحاتو اعلان کړی، چې له مخې به یې له دې وروسته 'مسلکي او وړتیا لرونکي ' بهرنیان هم وکولای شي، د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي.

د شنبې پر ورځ د دبۍ واکمن محمد بن راشد المکتوم په یوه ټویټر پیغام کې وویل، پانګوالو او مسلکي کسانو ته به د متحده عربي اماراتو تابعیت حق ورکړل شي.

د محمد بن راشد المکتوم په پیغام کې ویل شوي، په شرایطو برابر ساینسپوهان، ډاکتران، انجنیران، هنرمندان او کورنۍ غړي به یې دې کسانو کې شامل وي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، دا اسانتیا به د ځانګړو مهارتونو لرونکو مسلکي کسانو لپاره وي.

په اماراتو کې اوسېدونکي بهرنیان معمولاً له څو کاله اوسېدو وروسته خپله کاري ویزه تمدیدوي.

د دبۍ واکمن وايي:

''د اماراتو کابینه، ځايي محکمې او اجرايي شوراګانې به له بېلا بېلو کټګوریو هغه کسان مشخصوي چې د ټاکلو معیارونو له مخې د تابعیت اخیستو وړتیا لري. دغه راز نوی قانون د اماراتو پاسپورټ اخیستونکو ته اجازه ورکوي چې اوسنی تابعیت پر ځای وساتي. ''

متحدہ عرب امارات https://twitter.com/HHShkMohd/status/1355426127951572994
د عکس تشریح، د دبۍ واکمن پر شنبه په یوه ټویټر پیغام کې دا څرګندونې کړې

امارات چارواکي وايي، د تابعیت قانون کې د دې اصلاحاتو ''هدف په اماراتو کې د شته وړتیاوو ستایل او ټولنې ته د داسې کسانو جذبول دي، چې زموږ په پرمختګ کې خپل رول ولوبوي. ''

په متحده عرب اماراتو کې د داسې اوسېدونکو شمېر لږ دی چې د دې هېواد تابعیت لري.

په دغه هېواد کې لوی شمېر اوسېدونکي کډوال کارګر دي چې ډېری یې د سویلي اسیايي هېوادونو دلته راغلي او له دوو تر دریو نسلونو پورې یې په اماراتو کې ژوند کړی دی.