تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د الوتکې غورځېدو بحران: د ایران مذهبي مشر د خپل هېواد له پوځیانو دفاع کړې
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي له هغه وروسته د خپل هېواد د دفاعي ځواکونو دفاع کړې، چې دوی ومنله په تېروتنه یې مساپر لېږدونکې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې وه.
نوموړي د سپاه پاسدران نومي ځواک په ستایلو سره ویلي، دې ځواکونو د 'ایران دفاع کړې '
د اوکراینۍ الوتکې غورځېدو له پېښې وروسته د دغې موضوع له کبله په ایران کې دننه هم پراخ غبرګون څرګند شوی او له ایرانه بهر هم د دغه هېواد پر چارواکو فشار ډېر شوی دی.
خو ایت الله خامنه يي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې لومړی ځل د جمعې لمانځه خطبه ویله، د ملاتړ موندلو هڅه کړې او پر امریکا او اروپايي هېوادونو یې سختې نیوکې وکړې.
نوموړي ایرانیان اتحاد ته راوبلل.
ښاغلي خامنه یي وویل، په عراق کې پر امریکایي اډو د ایران توغندیز برید د ده په خبره 'د خدای مرسته وه چې نړیوال ځواک ته یې پر مخ څپېړه ورکړه. '
نوموړي د امریکا مشران درواغجن وبلل چې ویلي یې و د ایراني لاریونیانو تر شا ولاړ دي. ایت الله خامنه یي د اوکراینۍ الوتکې ویشتل یوه غمجنه پېښه وبلله. او د هغې له کبله یې د وژل شویو ۱۷۶ تنو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړ.
ده خلکو ته خبر داری ورکړ چې په خبره یې، د امریکایانو په هغو هڅو و نه غولېږي چې د حکومت د مخالفینو د تحریک لپاره یې پیل کړې دي:
''دغه امریکایي ګوډاګیان چې په دروغو او رذالت سره وایي، د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ دي، ودې ګوري چې د ایران خلک څوک دي؟ هغه څو سوه تنه چې زموږ د سردار شهید قاسم سلیماني د تصویر سپکاوی کوي هغوي ایرانیان دي؟ او یا دغه میلیونونه کسان چې سړکونو ته د ملاتړ په موخه راوتلي دي، دا ایرانیان دي؟
د امریکا د حکو مت شریر ویندویان همدا خبره بیا بیا کوي چې دوی د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ دي، دوی دروغ وایي. که د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ هم واوسي، هغه به په دې خاطر وي، چې د ایران د خلکو په سینه کې خپل په زهرو لړلی خنجر ووهي. ''
د ایران مذهبي مشرد عربانو تر غوږه د خپل پیغام د رسولو په هیله د خطبې په یوه برخه کې په عربي ژبه خبرې وکړې او ویې ویل چې اصلې موخه له سیمې د امریکایانو ایستل دي.
اوکراینۍ بوینګ ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه د جنورۍ پر اتمه له تهرانه د اوکراین پلازمېنې کېیف ته تله، چې له امام خمیني هوايي ډګره له الوتلو څو شېبې وروسته نسکوره شوه او د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکي ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول.
ایراني چارواکو په لومړي سر کې د پېښې مسئولیت رد کړ، خو د نړیوال فشار له ډېرېدو وروسته سپاه پاسداران ځواک ومنله، چې له امریکا سره د سخت تاوتریخجن حالت له کبله یې پر دغې ملکي الوتکې یې د 'کروز توغندي ' ګومان کړی و.