فاني نومی زورور توپان د هند سمندرغاړو ته رسېدلی
یو زورور سمندري توپان د هند ختیځو سمندر غاړو ته داسې حال کې رسېدلی دی چې ګڼ باران هم ورسره دی او د بادونو سرعت یې په یوه ساعت کې تر ۲۰۰ کیلومترو پورې رسېږي.
فاني نومي دغه توپان چې د سیمې له خورا سختو توپانونو یو بلل کېږي د جمعې پر ګهیځ له ځايي وخت سره سم نژدې اته بجې له سمندره وچې ته وخوت.
اړیسه ایالت کې د توپان له وېرې څه باندې یو میلیون کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. چارواکي وايي، تر اوسه درې کسان په توپان کې وژل شوي دي.
له ځینو سیمو د سیلابونو رپوټونه هم ورکړل شوي او هوا پېژندونکي وايي، داسې خطر شته چې نژدې یو نیم متر لوړه څپه په تشه کې پراته کورونه لاندې کړي.
توپان لومړی د هند بیوزله ایالت اړیسې (پوري) نومي ښارګوټي ته ورسېد چې د سیلانیانو مېله ځای په توګه مشهور دی.

د عکس سرچینه، EPA
ماهرین وايي د شنبې پر ورځ له زور ختو مخکې ښايي دغه توپان د اړیسې له ۱۵ ضلعو یا ولسوالیو تېر شي. په ایالت کې د ګڼو اورګاډو او الوتکو تګ راتګ لغو شوی، ښوونځي او دولتي دفترونه تړل شوي دي.
د هند ختیځ کې د دریو سمندري بندرونو چارې هم په ټپه درول شوې دي. بل لور ته د هندي سمندري ځواک جنګي بېړۍ او چورلکې له طبي پرسونل او تجهیزاتو سره تیارسئ حالت کې دي.
کړکېچن حالت کې د مرستو رسولو ملي ادارې (این ډي ار ایف) هم سیمې ته د مرستندویانو ډلې لېږلې دي.
دغې ادارې کب نیوونکو او نورو خلکو ته خبرداری ورکړی چې سمندر ته له تلو ډډه وکړي او په وینا یې په سیمه کې د خټینو کورونو یا جونګړو بشپړ نړېدو یا سخت زیان اوښتو خطر دی.

ماهرین وايي، توپان به له کمزوري کېدو وروسته د شنبې پر ورځ د ګاونډي بنګله دېش چتاګانګ سیمې ورسېږي. دوی وايي له توپان سره هلته هم د لوړو څپو وېره مله ده، چې ښايي د سیلابونو لامل شي.
د بنګله دېش ساحلي ښار کاکس بازار کې هم خبرداري خپور شوی، چې سلګونه زره روهېنګیا کډوال په دغه سیمه کې مېشت دي.
د ماهرینو په وینا که توپان لاره بدله نه کړي د اوس لپاره داسې خطر نه شته، چې د کډوالو کمپونه به له دغه توپانه اغېزمن شي.




















