تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'عاشقانو کمانډو' مشر نیول شوی
هندي پولیسو د هغه سازمان مشر نیولی چې ځانونه د مینې کمانډویان بولي. سنجوی سچدیو د هغو جوړو ځورونې په تور نیول شوی، چې ده په خپل یوه مېشت ځای کې پناه ورکړې وه.
نوموړی پلازمېنه ډیلي کې د ښځو کمېسیون له شکایته وروسته نیول شوی او څلور جوړې یې له منګولو ژغورل شوې دي.
ښاغلی سچدیو دغه پناه ځای د هغو نجونو او هلکانو د خوندي ساتلو لپاره جوړ کړی و، چې د بېلا بېلو توکمونو اړوند دي او له مینې وروسته یې د کورنیو د خوښې خلاف ودونه کړي وو.
ځینو دغو کسانو اوس ادعا کړې، چې د خوښې خلاف په زور هلته ساتل کېدل.
د مینې کمانډو په نامه دغه خیریه ټولنه ۲۰۱۰ کال کې رامنځته شوه او د مشهور فلمي لوبغاړي عامر خان په کوربتوب یې یوه ټلویزیوني خپرونه ( ستیامیو) کې له ګډون وروسته ډېر شهرت وموند.
په هندي ټولنه کې تر ډېره حده د یوه کلي اوسېدونکو تر منځ د بېلا بېلو قبیلو، توکمونو، یا ذاتونو کسانو تر منځ د ودونو سخت مخالفت کېږي. ځینې دغه راز پېښو کې هغه ښځې او نارینه چې له دې دود دستوره یې سرغړونه کړې، د 'ناموسي وژنو ' په نامه له منځه وړل شوي دي.
خو دا ورستیو کلونو کې د هېواد لر او بر کې داسې یو شمېر پناه ځایونه رغول شوي، چې له کورونو تښتېدلو مینانو ته پناه ورکوي او دغه راز ډېری مرکزونه د پولیسو له لوري اداره کېږي.
د مینې کمانډو ادارې په تړاو شکایت کونکو ویلي، د ادارې مشر سنجوی سشدیو به ډېری وخت د شرابو له نشې وروسته له هلته مېشتو ښځو سره ناسم چلند کاوه، له دوی یې مهم اسناد اخیستیي وو او ګواښلې یې چې که له دغه ځایه ووځي، ژوند به یې تریخ کړي.
د ښځو کمېسیون کمشنره سواتي ملیوال د خپلې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې وايي، پولیسو د دغه پناه ځای یوې اوسېدونکې له شکایته وروسته هلته چاپه ووهله.
اعلامیه زیاتوي، د یوې خیریه ټولنې له لوري د هغو کسانو ځورول او ګواښل چې د ناموسي وژنې له ډاره یې دوی سره پناه اخیستې، د شرم وړ غمیزه ده.