کاتالونیا "د خپلواکۍ حق ګټلی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسپانیا د کاتالونیا سیمې مشر کارلوس پوجدمان وايي، دې سیمې د یکشنبې ورځې جنجالي ټولپوښتنه کې- چې له تاوتریخوالي سره هم مخ وه- د خپلواکۍ حق ترلاسه کړی دی.
د یکشنبې په ورځ د اسپانیا پولیسو هڅه وکړه چې له زور په کار اخیستلو سره د رایې ور کولو مخه ونیسي او له امله یې په سلګونو خلک ټپیان شول.
د اسپانیا حکومت ژمنه کړې وه چې د دې ټولپوښتنې مخنیوی به کوي، ځکه دا یې د اساسي قانون خلاف او بې قانونه بلله.
د اسپانیا پولیسو رایپاڼې او د رای صندقونه ضبط کړل او د ځینې خلکو د رایې ور کولو مخه یې ونیوله.
ښاغلي پوجدمان په تلوېزوني وینا کې-چې د کاتالونیا نور لوړپوړي چارواکي هم ور سره و- وویل:
"د کاتالونیا خلکو د هیلې او رنځ په ورځ د یوه جمهوریت په بڼه د یوه خپلواک هېواد حق ترلاسه کړ".
د اسپانیا غبرګون

د عکس سرچینه، Reuters
هغه زیاته کړه، چې حکومت به یې راتلونکو څو ورځو کې د یکشنبې ورځې د ټولپوښتنې د رایو پایلې دکاتالان پارلمان ته وسپاري:
"پارلمان د خلکو د حاکیمت د حق څرګندوی دی او دوی به د ټولپوښتنې د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي".
د هغه په خبره، نور اروپا دې خبرې ته "شا کولی" نه شي.
د کاتالونیا چارواکي وايي، له ۵،۳۴ میلیون وګړو- چې د رایې ور کولو په شرایطو برابر دي- نږدې ۲،۲۶ میلیونه کسانو رایه ور کړې ده.
له دې مخکې او د رایې بهیر په پای ته رسېدلو سره د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راخوی وویل، په دې "بې قانونه" رایه ور کولو کې د ګډون لپاره د کاتالان خلک دوکه شوي دي.
هغه دا ټولپوښتنه پر ولسواکۍ "ملنډې" وبلله.
تاوتریخوالی

د عکس سرچینه، Reuters
د یکشنبې ورځې په مازیګر د دې سیمې په مرکز بارسلون کې د خپلواکۍ پلوو لویې ډلې سره جرګه شوې.
د کاتالان حکومت وايي، د دې ورځې په نښتو کې له اتو سوو ډېر کسان ټپي شوي دي.
د اسپانیا د کورنیو چارو وزیر وايي، له ۱۲ ډېر پولیس زیانمن شوي او درې کسان نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ۹۲ رای مرکزونه تړل شوي دي.
کاتالونیا

د عکس سرچینه، Reuters
کاتالونیا د اسپانیا په شمال ختیځ کې پرته او څه اندازه شتمنه سیمه ده.
د دې سیمې ژبه او کلتور له نور هېواد سره توپیر لري.
د کاتالونیا د وګړو شمېر اووه میلیونه او پنځه لکه دی.
کاتالونیا ته ډېره کورواکي ور کړل شوې، خو د اسپانیا د اساسي قانون له مخې خپلواک هېواد نه دی.
تېرو پنځو کلونو کې د کاتالونیا د خپلواکۍ ټولپوښتنې لپاره فشار ډېر شو.
یو لامل یې هم د اسپانیا اقتصادي ستونزې بلل کېږي.




















