کرولينا مارين د بډمېنټن نړيواله اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Getty
د بډمېنټن ښځينه نړيوالو اتلوليو پايلوبه د اسپانيا کرولينا مارين وګټله.
د هند تکړه بډمېنټن لوبغاړې ساينا نهوال د ښځو بډمېنټن اتلوليو پايلوبه کې د اسپانيا له لوبغاړې کرولينا مارين څخه ماته وخوړه.
دغه لوبې د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې ترسره شوې چې کرولينا مارين په کې د سرو او ساينا نهوال د سپينو زرو مډال وګاټه.
د اسپانيا، کرولينا مارين د هند ساينا نهوال ته د۲۱- ۱۹ او ۲۱-۱۶ پر وړاندې ماته ورکړه.
د بډمېنټن په نړيوالو اتلوليو کې دا د هند پنځم مډال دی.
له دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې هند د بډمېنټن نړيوالو لوبو کې مډالونه ګټلي وو، چې دا يې پنځم مډال دی.
له دې وړاندې پرکاش پاډکون لومړی هندی و، چې د بډمېنټن نړيوالو اتلوليو کې يې مډال ګټلی و.
پخوا هم د ساينا او مارين تر منځ د بډمېنټن څلور لوبې شوې چې درۍ لوبې ترې ساينا ګټلې وې.
د بډمېنټن نړيوالو اتلوليو پايلوبې ته د رسېدو لپاره ساينا د اندونيزيا، لنډاوني فينيتري ته او مارين د جنوبي کوريا سنګ جي هيوان ته ماته ورکړې وه.






















