پاکستانی لوبغاړی حارث سهیل "پېري" وېرولی

په ادعا شوي ډول دغه پېښه د نیوزیلنډ کرایسچرچ ښار په ریجز لتیمیر هوټل کې را منځ ته شوې ده.
د عکس تشریح، په ادعا شوي ډول دغه پېښه د نیوزیلنډ کرایسچرچ ښار په ریجز لتیمیر هوټل کې را منځ ته شوې ده.
د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ ټیم الرونډر لوبغاړی حارث سهیل تېره شپه د نیوزیلنډ د یوه هوټل په خونه کې په ظاهره یوه پیري وېرولی دی.

نوموړي ته دغې پېښې "په څرګند ډول ټکان ورکړی و" چې له کبله یې ده و نه شو کولی له خپلې لوبډلې سره تمرین وکړي.

۲۶ کلن سهیل وايي: "یوه پېري" هغه مهال له خوبه ویخ کړ چې د ده د خوب بستره یې وښوروله او دې یې اړ کړ چې د خپل روزونکي خونه کې پناه واخلي.

په ادعا شوي ډول دغه پېښه د نیوزیلنډ کرایسچرچ ښار په ریجز لتیمیر هوټل کې را منځ ته شوې ده.

د پاکستان کرېکټ لوبډله اوسمهال په نیوزیلنډ کې ده او هلته به له نړیوال جام نه مخکې دوه تمریني او دوه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

حارث سهیل لومړنی لوبغاړی نه دی چې په هوټل کې د "پېري" د ډار خبره کوي.

د جولای په میاشت کې د انګلستان تېز بالر سټورټ براډ د لندن په لنګهم هوټل کې خپله خونه هغه وخت بدله کړه چې ویل یې د شپې مهال د تشناب نل کې په خپل سر اوبه روانې شوې.

دغه راز د استرالیا د کرېکټ ټیم الرونډر لوبغاړي شین وټسن هم په ۲۰۰۵ کال کې د انګلستان پر وړاندې د اشیز لوبو پر مهال د پېري له وېرې د تېز بالر بریټ لي خونې ته تللی و.

د پاکستان د لوبډلې منیجر نوید اکر چیما ویلي سهیل د لوبډلې یوه اداري چارواکي ته زنګ وواهه چې د خوب بستر د ښورېدو له کبله له خوبه پاڅېدلی دی.

چارواکی سملاسي د سهیل خونې ته ولاړ چې نوموړي په ظاهره "ټکان خوړلی و".

ښاغلي چیما وویل دوی هڅه وکړه سهیل ته وايي چې ښايي د تبې له کبله یې کوم بد خوب لیدلی وي خو خپله دی ډاډه و چې پېری یې لیدلی.

له پېښې وروسته د لوبډلې ډاکټر، سهیل معاینه کړ او د نوموړي روغتیايي حالت یې ښه وباله.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغې پېښې سهیل دومره ووېراوه چې د نیوزیلنډ د یوې ټاکل شوې لوبډلې پر وړاندې یې په تمریني لوبه کې ګډون و نه شو کړای.

په ورته وخت کې د ریجز لتیمیر اداري مسولین وايي چې په هوټل کې یې پېري نه شته.