کرېکټ نړیوال جام: نېدرلنډز لوبډلې نمیبیا ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام په لومړي پړاو کې نن سه شنبه نېدرلنډز لوبډلې نمیبیا ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د لوبې ګټونکې شوه.
د دې سیالۍ پچه نمیبیا ګټلې وه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې خپلې سیالي لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف ټاکلې و.
د نیدرلنډز لوبډلې د پنځو لوبغاړو په ساتلو سره دغه هدف پوره کړ او ۱۲۲ منډې یې جوړې کړې.
نېدرلنډز او نمیبیا دواړو 'اې' ګروپ کې خپلې لومړۍ لوبې ګټلې وې او دا یې دویمه لوبه وه.
نمیبیا لومړۍ لوبه کې د اسیا ۲۰۲۲ جام اتل شري لنکا او نېدرلنډز متحدو عربي اماراتو ته ماته ورکړې وه.
نن سې شنبه د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې 'شري لنکا او متحد عربي امارات' هم په خپلو کې سیالي لري چې وروسته به پیل شي.
د نړیوال شل اوریز جام لومړي پړاو کې پرون دوشنبه د "بي" ګروپ لوبډولو ترمنځ سیالۍ وشوې چې سکاټلنډ پکې وېسټ انډیز او زمبابوې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
د لومړي پړاو سیالۍ د اکتوبر تر ۲۱مې دوام کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images



















