پنځوس کلنه دوښمني چې 'له ۵۰ ډېر کسان' پکې وژل شوي

دښمني
د عکس تشریح، عاطف منصف
د خپرېدو وخت

د تېرې دوشنبې پر ورځ د پښتونخوا د حویلیو په سیمه کې ۱۱ کسان په ډزو وژل شوې، داسې چې له ډزو وروسته په اور کې سوځیدلي او د پېژندو نه دي.

دا داسې پنځوس کلنه دښمني ده چې د وژل شویو کسانو له نېکونو پیل او اوس لمسیو او کړوسیو ته ور ترغاړې ده.

د دغې دښمنۍ په تازه پېښه کې چې د تېرې دوشنبې پر ورځ وه، د تحریک انصاف ګوند یو سیمه ییز مشر عاطف منصف په نښه شو چې شاوخوا یې لس نور کسان هم وو.

د پاکستان پولیسو ویلي "د عاطف منصف او د هغه د ملګرو وژنه د پخوانۍ دښمنۍ له کبله ده."

د سیمې د ځایي اوسیدونکو د معلوماتو پر بنسټ په دې دښمنې کې تر دې دمه 'له ۵۰ ډېر کسان وژل شوې' او په وینا یې له دواړو خوواو 'ډېر سړي' په نښه شوي.

له وروستۍ درنې مرګژوبلې ښکاري چې دا دښمني لا په تودیدو ده ځکه د تېرې دوشنبې برید تر دې دمه تر ټولو خونړۍ هغه دی.

د وژل شویو کسانو جنازه نن 'سې شنبه' په حویلیو سیمه کې وشوه.

بلخوا لکه څنګه چې دښمني ګرمه او خونړۍ ده داسې یې دلیل موندل هم سخت دي، او لا هم کره نده چې د یادې دښمنۍ اصلي لامل مالي دعوې او که کوم بل څه دي چې هر کال د انسانانو د وینې تویېدو سبب کیږي.

دا دښمني په ۱۹۷۰ مو کالونو کې د شیر خان او بلند خان نومي کسانو تر منځ پیل شوه او اوس چې ۲۰۲۳م کال دی هم روانه ده، له دې ښکاري چې یا خو د دوی تر منځ سولې ته کار نه دی شوی یا شوی کار بریالی او بس نه و.

وروستۍ پېښه څنګه شوې؟

دښمني

د خیبرپښتونخوا په اېبټ اباد کې له پولیسو سره په ثبت شوې دوسیه کې راغلي د علاقه دارۍ ناظم عطاف منصف له خپلو ساتونکو سره یو ځای په سفر و چې په لنګراه نومې سیمه کې د وسله والو له کمین سره مخ شو.

ویل کېږي په لاره کې ناستو کسانو پر موټر ګڼې ډزې کړې چې له کبله یې موټر اور واخیست او حتی ساتونکو ته د ښاغلي منصف د خوندي کولو فرصت و نه موند.

په دې برید کې موټر او پکې ناست کسان په بشپړ ډول له منځه تللي او له پېژندنې وتلي، ځينو خو ویلي په موټر کې اور د پټرولو ټانکیو له کبله لګیدلی چې ډېر تېز و.

د پېښې په سیمه کې د حویلیو پولیسو مشر افضل خان بي بي سي ته ویلي: "د پېښې عاملینو د نیولو هڅې پیل شوې او په دې لړ کې ځینې کسان نیول شوې هم دي"

نوموړي په دې پېښه کې لږ تر لږه د لسو کسانو مړینه تاید کړي خو وایې ټول وژل شوې کسان له پيژندګلوۍ وتلي.

دا دښمني څنګه پیل شوه؟

د سیمې د اوسېدونکو په باور دا دښمني شاوخوا ۵۰ کاله مخینه لري، د دوی په وینا په ۱۹۷۰مو کالونو کې د سیمې یو مشر شېر خان ووژل شو چې وروسته یې تور په بلند خان نومي کس ولګید.

د معلوماتو له مخې شېرخان هغه مهال د ولسوالۍ مشر و او بلند خان یې هم له نږدې پېژانده، خو دا نده جوته چې ایا دوی په ګډه سوداګري کوله که تر منځ یې بله څه اړیکه وه.

له دې وروسته د بلند خان زوی ووژل شو او تور یې د شېر خان په زامنو ولګېد، له هغې پېښې وروسته دواړو خواوو د روغې جوړې هڅه وکړه چې په همدې مهال بلند خان ووژل شو او تور یې بیا د شېر خان په زامنو ولګید چې له دې سره د روغې جوړې هڅې ناکامه او ورپسې ختم شوې.

دښمني

له هغه وروسته که څه هم څو کاله دا دښمني غلي وه خو په ۱۹۹۷ او بیا ۱۹۹۷ کې بیا یو پر بل پسې د توپک خولې واوښتې، په ۲۰۰۲م او ۲۰۱۵مو کالونو کې هم د یوه بل کسان له منځه وړل شوي.

په دښمنۍ کې که څه هم هر وخت د وژنې وېره وي، خو تر ټولو وروستۍ پېښه یې روانه اونۍ پرون 'دوشنبه' وه.

دا پېښه تر ټولو خونړۍ او مرګوني بلل کېږي چې پکې د منصف په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي.

عاطف منصف د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سیمه ییز مشر و. دی له دې وړاندې ایالتي وزیر او د ایالتي شورا غړی هم پاتې شوی.