د ملالې یوسفزۍ پر ژوند د جوړ شوي فلم ټیزر خپور شوی

د عکس سرچینه، INSTAGRAM
د هغه فلم ټیزر پر انسټاګرام او یو ټیوب خپور شوی، چې کیسه یې په نړۍ کې تر ټولو د کم عمره نوبل جایزه ګټونکې شخصیت ملاله یوسفزۍ پر ژوند راڅرخي.
فلم ته د 'ګل مکۍ ' نوم ورکړل شوی دی او هدایت کار یا لارښود یې امجد خان د فلم ټیزر پر خپل انسټاګرام پاڼه خپور کړی دی.
فلم کې د ملالې رول د هندي ټلویزیون ممثلې ریم شیخ لوبولی او د ملالې د پلار ضیاالدین رول د بالیووډ ممثل اتل کلکرني ته ورکړل شوی دی.
د فلم ټیزر کې د ملالې رول لوبونکې ممثله لیدل کېږي، چې پرانیستی کتاب یې لاسونو کې نیولی او ورسره د ممثل کبیر بیدي غږ اورېدل کېږي، چې وايي:
''دا د هغو وختونو خبره ده، چې طالبانو د جهاد په نامه افغانستان او پاکستان تباه کول او هغه مهال د پاکستان له یوه کوچني کلي یو غږ راپورته شو. ''
امجدخان د دغه فلم ثبتولو اعلان پینځه کاله مخکې کړی و. نوموړی ځوان فلم جوړونکی دی، چې د (لې ګیا صدام) نومي فلم له کبله پرې فتوا لګول شوې وه.
پر ۲۰ کلنه ملاله طالبانو د ۲۰۱۲ کال اکتوبر کې برید کړی و او له هغه وروسته د درملنې لپاره انګلستان ته لاړه، چې د زده کړو په موخه لا هم د برتانیا برمنګهم ښار کې اوسي او په دې وروستیو کې یې اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې پیل کړې دي.
















