افغانستان: د تاوتریخوالي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې

د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې ۲۳ وسله وال وژلي او نهه تنه تورن کسان یې نیولې دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې، چې کورنیو چارو وزارت له خوا را استولې شوې، دغه چاڼیز عملیات په لغمان ، بغلان ، ارزګان ، لوګر ، خوست ، هلمند او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوې او طالبانو هم تر اوسه په دې رسنیو ته څه نه دي ویلې.