"د سوریې ملګري" قطر کې غونډه کوي

"د سوریې د ملګرو هېوادونو "د بهرنیو چارو وزیران چې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د پاڅون ملاتړ کوي د قطر په پلازمېنې دوحې کې سره غونډیږي.
اټکل دی چې وزیران به یاغیانو ته د وسلو پر ورکولو بحث وکړي، چې په وروستیو اوونیو کې د جګړې په یو شمېر ډګرونو کې شاته تګ ته اړ شوي دي.
دا د امریکا له خوا یاغیانو ته د پوځي مرستو د برابرولو تر ژمنې وروسته د وزیرانو لومړنۍ غونډه ده.
د سوریې د ملګرو هېوادونو په ډله کې د برتانیا، فرانسې. سعودي عربستان او ترکیې په ګډون ۱۱ هېوادونه شامل دي.
اونۍ مخکې د امریکا متحده ایالاتو ویلي وو، چې سوري یاغیانو ته به مستقیماً پوځي مرستې ورکړي.
دغه څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې، چې امریکايي چارواکو وویل، داسې ثبوتونه یې موندلي، چې ښيي د سوریې حکومت په ټیټه کچه کیمیاوي وسلې کارولې دی.
بل لور ته د جمعې په ورځ سوري یاغیانو وویل، داسې وسلې یې موندلې، چې د جګړې د ډګر حالت بدلولای شي. خو له دې سره د یاغیانو ویاند دا هم وویل، دا وسلې له امریکا نه دې راغلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، قطر کې د دې غونډې مقصد د نړیوالې ټولنې له لوري، په سوریه کې د یاغیانو غوره حالت ته رسولو په باب غور او فکر کول دي.
پر حلب ولکه ساتل
د خبریالانو په وینا دې غونډه کې به په دې باب هم غور وشي، چې یاغیان څنګه کولای شي، په شمالي ښار حلب خپله ولکه ټینګه وساتي، چې د دوی تر واک لاندې وروستی ښار دی.
دا وروستیو کې حکومتي ځواکونو یاغیانو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د جمعې په ورځ د روسیې ولسشمر ولادمیر پوتین یو ځل بیا لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړي، چې باید د بشارلاسد حکومت مخالفینو ته وسلې ور نه کړي.
د نوموړي په خبره که د بشارلاسد حکومت ړنګ شي، د ده په وینا ترهګر به یې ځای ونیسي.
د ملګرو ملتونو له اندازې سره سم د دوو کلونو له تېرېدو وروسته د سوریې په جګړه کې تر اوسه نژدې ۹۰ زره کسان وژل شوي دي.






















