کابل کې د پولیسو پر ګاډي د بم چاودنه شوې
د خپرېدو وخت
د کابل پولیسو چارواکي وايي، د پولیسو پر یوه موټر د بم چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه یو کس ټپي شوی دی. د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د څانګې مشر جنزال ظاهر بي بي سي ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې په قصبې سیمه کې د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې قطعې په دروازه کې د دغه ګاډي پورې نښلول شوی بم وچاوده. د پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.


















