د القاعدې د شمالي افریقا څانګې په موریتانیا کې یوه خبري اژانس ته ویېلي، چې پر مالي د فرانسوي یرغل په غچ کې یې له یوه فرانسوي یرغمل شوي وګړي سر پرې کړی دی.
ای این آی خبري اژانس ویېلي، دوی ته یو چا ټیلیفون وکړ چې ځان یې په اسلامي مغرب کې د القاعدې ویاند معرفي کړ او و یې ویېل، چې د فیلیپ ویردون په نامه فرانسوی لس ورځې وړاندې وژل شوی دی. نوموړی د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د مالي په شمال کې نیول شوی و.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د دغو رپوټونو د کره کولو هڅې کوي.












