بنګله دېش کې اور لګېدو ۱۲۰ کارګران وژلي

د خپريدو وخت: 05:46 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

د بنگله دېش په پلازمېنه ډاکه کې هغه کارگران وژل شوي، چې په کار ځاى کې یې د اور لگېدنې له امله ځانونه له کړکيو لاندې وغورځول.

تر اوسه پورې د ۱۲۰ تنو د وژل کېدو خبره تائيد شوې او لسگونه تنه نور د دغې اور لگېدنې له امله ټپيان دي. د کالیو جوړولو په دغه کار ځاى کې د لگېدلي اور کابو کولو پنځه ساعته دوام وکړ. تېر کال هم په همدغه ځاى کې د بوټ جوړولو په يو کار ځاى کې د اور لگېدنې له امله ٢٥ تنه وژل شوي وو.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .