امریکا وايي د ناټو پاکستاني اکمالاتي لاره پرانیستل حتمي دي
د خپرېدو وخت
امریکایي چارواکي وایي له پاکستان سره په افغانستان کې د نا ټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو لارې د بیا پرانستلو په اړه تړون حتمي برېښي.
خو چارواکي وایي د تړون جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.
وړاندې څرګنده شوې وه چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به د ناټو په سرمشریزه کې چې په شیکاګو کې کېږي ګډون کوي.


















