د شمالي کوريا ګوندي کانګرس ته تیاری

د خپرېدو وخت

شمالي کوريا د يوه نسل موده کې د خپل غوره واکمن پوړ يو وار تر سره کېدونکي کانګرس لپاره تياری نيسي.

اټکل دی دا غونډه د ستر مشر په توګه د کېم جون اون واګې او واکمني لا نوره پياوړې کړي.

خبريالان ډېر کم دې تړلي او بند هېواد ته لار مومي.

خو د بي بي سي خبریال روپرټ وېنګفيلډ هېس د نوبل جایزې له يو شمېر ګټونکو سره، چې د شمالي کوريا پلازمېنې پيونګ يانګ ته په سفر ورغلي ملګری شوی، او له هغه ځايه یې دا راپور رالېږلی دی.