ستاسې نظر: ايا د نوي کال لپاره پلان جوړوئ؟

د خپرېدو وخت

نوى مېلادي کال په پېلېدو دى. هر نوى کال ځان سره نوې هيلې راوړي، د خپلو موخو ترسره کولو لپاره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې خلک راتلونکي کال لپاره پلانونه جوړوي، ستاسې نظر پروگرام کې مو همدا موضوع څيړلې ده چې تاسې خپل ځان لپاره پلان جوړوئ، او د خپلو لاس ته راوړنو لپاره يې څومره گټور گڼئ؟ زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني په همدې موضوع خلکو سره غږېدلى دى، چې تاسې يې هم دلته اورېدلى شئ.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې دنوي مېلادي کال ٢٠١٦ پېلېدو لپاره ډير چمتو والى نيول شوى دى.
د عکس تشریح، د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې دنوي مېلادي کال ٢٠١٦ پېلېدو لپاره ډير چمتو والى نيول شوى دى.