کله چې مېوه غوڅه شي- انځورونه

د خپرېدو وخت

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دوو هنرمندانو سورین نیلسن او ویکټوریا ویویرا د غوڅې شوې مېوې انځورونه اخیستي دي.

دا مېوه سالاکه (د مار مېوه) نومېږي، چې د برما باګان غونډیو کې ډېره وي.
د عکس تشریح، دا مېوه سالاکه (د مار مېوه) نومېږي، چې د برما باګان غونډیو کې ډېره وي.
ددې مېوې نوم ګرانډیلا دی، چې په جنوبي امریکا کې کېږي، د ټولو خوښه، خوږه او ترشه مېوه ده.
د عکس تشریح، ددې مېوې نوم ګرانډیلا دی، چې په جنوبي امریکا کې کېږي، د ټولو خوښه، خوږه او ترشه مېوه ده.
د دې مېوې نوم بواه ناګا دی، چې په ښامار هم شهرت لري، خوږه مېوه ده، چې په کولمبیا کې ډېره موندل کېږي، ډېر روښانه او زړه راښکونکی رنګ لري.
د عکس تشریح، د دې مېوې نوم بواه ناګا دی، چې په ښامار هم شهرت لري، خوږه مېوه ده، چې په کولمبیا کې ډېره موندل کېږي، ډېر روښانه او زړه راښکونکی رنګ لري.
دا مېوه تانهلانګ نومېږي، چې ویتنام کې ډېره مشهوره ده.
د عکس تشریح، دا مېوه تانهلانګ نومېږي، چې ویتنام کې ډېره مشهوره ده.
د منګوسټین په نامه دغه مېوه په اندونیزیا کې ډېره دود ده، چې ګڼې روغتیايي ګټې هم لري.
د عکس تشریح، د منګوسټین په نامه دغه مېوه په اندونیزیا کې ډېره دود ده، چې ګڼې روغتیايي ګټې هم لري.
رامبوټان مېوه بیا په خوږو خوړو کې ګډېږي او اصلي ځای یې ویتنام دی.
د عکس تشریح، رامبوټان مېوه بیا په خوږو خوړو کې ګډېږي او اصلي ځای یې ویتنام دی.
ګاک ګاک مېوه هم خوږه او هم ترشه ده.
د عکس تشریح، ګاک ګاک مېوه هم خوږه او هم ترشه ده.
لولو مېوه په کولمبیا کې ډېره مشهوره ده، چې مالټې ته ورته شکل لري، خو له داخل نه د بانجان په څېر ښکاري. دا هم په کولمبیا کې موندل کېږي، خوند یې خوږ دی.
د عکس تشریح، لولو مېوه په کولمبیا کې ډېره مشهوره ده، چې مالټې ته ورته شکل لري، خو له داخل نه د بانجان په څېر ښکاري. دا هم په کولمبیا کې موندل کېږي، خوند یې خوږ دی.
د تاماریلو یا د ونې ټماټر په نامه دغه مېوه د عادي بانجان په څېر خوند لري، خو لږ تروشوالی پکې شته. خوند یې تر ډېره کیوي ته ورته دی.
د عکس تشریح، د تاماریلو یا د ونې ټماټر په نامه دغه مېوه د عادي بانجان په څېر خوند لري، خو لږ تروشوالی پکې شته. خوند یې تر ډېره کیوي ته ورته دی.
د اندونیزیا په ګرم سمندرغاړي کې یوه سړي د سریماتیکیا په نامه دغه مېوه عکاسانو ته ورکړه.
د عکس تشریح، د اندونیزیا په ګرم سمندرغاړي کې یوه سړي د سریماتیکیا په نامه دغه مېوه عکاسانو ته ورکړه.