لندن کې د افغانستان اړوند انځورونو نندارتون

د خپرېدو وخت

د اسټېو مکرې په نوم دغه نندارتون د لندن بیټلیز، هوکشلې نندارتون کې د جون تر ۷ مې دوام لري. انځورونه

لندن یو نندارتون کې د جایزه ګټونکي امریکايي فوټو خبریال سټېو مکرې د اثارو نمانځنه وشو.
د عکس تشریح، لندن یو نندارتون کې د جایزه ګټونکي امریکايي فوټو خبریال سټېو مکرې د اثارو نمانځنه وشو.
نندارتونو د ارشیف تصویرونو یوه ټولګه ده، چې افغانستان کې د ژوند بېلو اړخونه څرګندوی. دغه تصویر چې پکې ماشومان د کوکنارو کروندې کې د کار پر مهال لیدل کېږي، ۱۹۹۲ کال اخیستل شوی.
د عکس تشریح، نندارتونو د ارشیف تصویرونو یوه ټولګه ده، چې افغانستان کې د ژوند بېلو اړخونه څرګندوی. دغه تصویر چې پکې ماشومان د کوکنارو کروندې کې د کار پر مهال لیدل کېږي، ۱۹۹۲ کال اخیستل شوی.
۱۹۷۸ کال کې ښاغلي مکرې پاکستان ته د یوه خپلواک خبریال په توګه سفر وکړ.
د عکس تشریح، ۱۹۷۸ کال کې ښاغلي مکرې پاکستان ته د یوه خپلواک خبریال په توګه سفر وکړ.
دغلته نوموړي ډېر افغان کډوال ولیدل، چې دی د افغانستان کې د مجاهدینو او هغه مهال د حکومت تر منځ د جګړې په اړه نړیوالو د معلوماتو ورکولو لپاره وهڅاوه.
د عکس تشریح، دغلته نوموړي ډېر افغان کډوال ولیدل، چې دی د افغانستان کې د مجاهدینو او هغه مهال د حکومت تر منځ د جګړې په اړه نړیوالو د معلوماتو ورکولو لپاره وهڅاوه.
دا د یوې یتیمې افغانې نجلۍ شربت ګلې تصویر دی، چې نوموړي په یوه پنډغالي کې واخیست. د دغې شین سترګې نجلې تصویر د جګړې یو سمبول شو او دغه راز د نېشنل جیوګرافیک مجلې تر ټولو ډېر مشهور تصویر وبلل شو.
د عکس تشریح، دا د یوې یتیمې افغانې نجلۍ شربت ګلې تصویر دی، چې نوموړي په یوه پنډغالي کې واخیست. د دغې شین سترګې نجلې تصویر د جګړې یو سمبول شو او دغه راز د نېشنل جیوګرافیک مجلې تر ټولو ډېر مشهور تصویر وبلل شو.
ښاغلي مکرې، چې فلاډیلفیا کې زېږېدلی، د افغانستان، بېروت، فلیپین، کمپوچیا، ایران عراق جګړې او خلیج جګړې په ګډون له یو شمېر کورنیو او یبن المللي جګړو تصویرونه اخیستي.
د عکس تشریح، ښاغلي مکرې، چې فلاډیلفیا کې زېږېدلی، د افغانستان، بېروت، فلیپین، کمپوچیا، ایران عراق جګړې او خلیج جګړې په ګډون له یو شمېر کورنیو او یبن المللي جګړو تصویرونه اخیستي.
نوموړي د اسیا په لر او بر کې کار کړی، خو افغانستان هغه هېواد دی، چې د یوه فوټوګرافر په توګه د هغه د پېژندګلوۍ سبب شو. مکري د خپلې دندې لړ کې د ۳۰ کلونو مودې کې څو ځلې افغانستان ته سفر کړی.
د عکس تشریح، نوموړي د اسیا په لر او بر کې کار کړی، خو افغانستان هغه هېواد دی، چې د یوه فوټوګرافر په توګه د هغه د پېژندګلوۍ سبب شو. مکري د خپلې دندې لړ کې د ۳۰ کلونو مودې کې څو ځلې افغانستان ته سفر کړی.
ارشیف د جګړه ځپلي افغانستان یو نعم البدل انځور څرکندوی.
د عکس تشریح، ارشیف د جګړه ځپلي افغانستان یو نعم البدل انځور څرکندوی.
د بند امیر په څېر رنګینې او هنري تابلوګانې د جګړې برعکس انځور وړاندې کوي.
د عکس تشریح، د بند امیر په څېر رنګینې او هنري تابلوګانې د جګړې برعکس انځور وړاندې کوي.
د خپلو انځورونو په باب د تبصرې لړ کې ښاغلی مکرې وايي، زما ډېری تصویرونه د خلکو په باب دي، ما داسې شېبو ته پام کړی، چې د دوی پام کامېرې ته نه وي، ځکه هغه مهال د دوی ښکلا څرګندیږي. هغه تجربې چې د انسانانو پر مخونو څرګندې کښلې شوې وې. ۱۹۹۲دغه تصویر کې مزارشریف کې دغه جوړه لیدله کېږي.
د عکس تشریح، د خپلو انځورونو په باب د تبصرې لړ کې ښاغلی مکرې وايي، زما ډېری تصویرونه د خلکو په باب دي، ما داسې شېبو ته پام کړی، چې د دوی پام کامېرې ته نه وي، ځکه هغه مهال د دوی ښکلا څرګندیږي. هغه تجربې چې د انسانانو پر مخونو څرګندې کښلې شوې وې. ۱۹۹۲دغه تصویر کې مزارشریف کې دغه جوړه لیدله کېږي.
کندهار ۱۹۹۲ : نارینه د ماینونو په اړه د پوهاوي تر لاسه کولو په حال کې معلومیږي.
د عکس تشریح، کندهار ۱۹۹۲ : نارینه د ماینونو په اړه د پوهاوي تر لاسه کولو په حال کې معلومیږي.
د اسټېو مکرې په نوم دغه نندارتون د لندن بیټلیز او هوکشلې نندارتون کې د جون تر ۷ دوام لري. انځور کې شیعه ګان د محرم الحرام مراسمو پر مهال لیدل کېږي.
د عکس تشریح، د اسټېو مکرې په نوم دغه نندارتون د لندن بیټلیز او هوکشلې نندارتون کې د جون تر ۷ دوام لري. انځور کې شیعه ګان د محرم الحرام مراسمو پر مهال لیدل کېږي.