له فضا نه ځمکې ته ټوپ وهل

د خپريدو وخت: 11:14 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391
    • فلیکس بام ګاټنر هغه لومړنی ټوپ وهوونکی دی، چې فضا ته له څېرمه ۱۳۸ زره فټه هسک نه يې ځمکې ته ټوپ وواهه.
    • نوموړي تر ځمکې پورې خپل سفر په یوه ساعت کې د ۳۴۲ کیلومتره په سرعت بشپړ کړ.
    • د فلیکس سفر په ۱۰ دقیقو کې بشپړ شو.
    • د ۴۳ کلن اسټریايي فلیکس د ټوپ وهلو پر مهال د هغه ویډیوي کلیپ واخېستل شو.
    • فلیکس ځمکې ته له څو زره کلیومتره نژدې کېدو وروسته خپل پاراشوټ پرانېست.
    • فلیکس لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال دغه طرح جوړه کړه، خو له مالي او تخنیکي ستونزو سره مخامخ و.
    • د فلیکس لپاره دغه ننګونه له خطر سره ډغره وهل و. له ځمکې نه ۱۲۰ زره فټه پورته د هوا فشار ټیټ و او له اکسیجن پرته ساه اخېستل هم ګران و.
    • د فلیکس بام ګاټنر ټیم د هغه لپاره یو ځانګړی کپسول جوړ کړ، چې نوموړی يې پاس موجود غونډوسکي ته ورساوه.
    • فلیکس ته د ټوپ وهلو لپاره هغه شرکت کالي ګنډلي وو، چې فضا د ختوونکو لپاره کالي جوړوي.
    • د فلیکس د ټيم غړي وايي، چې دغه ټوپ وهنه ساینسي اهمیت لري. د ماهرینو په خبره د فلیکس له ټوپ وهلو نه په فضا کې د پاراشوټ کارونې په اړه هم مهم معلومات تر لاسه شول.
    • دغه راز به له فضايي راکټونو څخه په بېړنیو حالاتو کې د وتلو پر مهال هم د نوموړي له تجربې نه مرسته تر لاسه شي.
    • دغه معلومات به (ناسا) او د دې ادارې لپاره د راکټ جوړونکو په واک کې ورکړل شي.
    • د فلیکس د ټیم مشر جان کلارک دی، چې د ۲۰۰۳ کال په کولمبیا پېښه کې یې مېرمن له لاسه ورکړه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .