منګل: "له پیاوړو لوبډلو سره لوبې غواړو"
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, لندن
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي که له وتلو نړیوالو لوبډلو سره د دوی سیالۍ ډیرې شي نو وبه کولای شي چې د هغوی په کمزوریو ځان پوه او په راتلوونکو سیالیو کې یې مات کړي.
نوموړي دغه څرګندونې له بي بي سي سره په مرکه کې وروسته له هغه وکړې چې افغان لوبډله د شلو اورونو په نړیوالو سیالیو کې د هندوستان او انګلستان د لوبډلو له خوا ماته شوه.
له ابراهیم امیري سره د مرکې په پیل کې ښاغلی منګل د افغان لوبډلې د اوسني حالت په اړه غږیږي.