پېلوځی: د بي بي سي پښتو ۳۰ مه کليزه، ادبي پروګرامونه يې
- Author, امان الله عطا عمران
- دنده, لندن
- د خپرېدو وخت

د دې اوونۍ پېلوځي کې:
د بي بي سي پښتو ۳۰ مه کليزه او ادبي پروګرامونو يې
د روان اګست مياشتې پر ۱۵ مه د بي بي سي پښتو خپرونه پر خپلې ۳۰ کلنۍ پل ږدي.
په تېرو دريو لسيزو کې بي بي سي پښتو له هسکو ټيتو تېره شوې، پر بېلابېلو موضوع ګانو يې پروګرامونه وړاندې کړي او ګڼ شمېر مينه وال اورېدونکي يې راجلب کړي دي.
د ادب او هنر مينه وال هم ډېر و، چې خپله تنده به يې د ادب او هنر پر پروګرامونو ماتوله، نژدې دوه لسيزې مخکې بي بي سي پښتو راشه درشه ادبي پروګرام خپراوه.
هغه مهال ډاکټر محمد اکبر اکبر له بي بي سي سره کار کاوه، او پر نبي مصداق او علي ارغنداوي سربېره د راشه درشه پروګرام جوړولو او وړاندې کولو دنده د اوږدې مودې لپاره د همده پر غاړه وه.
د راشه درشه ادبي پروګرام نوم بيا په پېلوزي واوښت چې تر اوسه يې رڼا له بي بي سي خپرېږي. ډاکټر اکبر په طب کې زده کړې خو شاعر او اديب هم دی.
دی د خپل ادبي پروګرام تېر يادونه راسره شريکوي.
په افغانستان کې دولتي ادارې پر پښتو کمې ويناوې خپروي، او که يې خپروي ژبه يې کمزورې وي، ولې؟

په افغانستان کې بهرني ځواکونه او بهرنۍ ادارې د خپلو فعاليتونو په اړه تل په پښتو او دري ژبو ويناوې خپروي.
سپينې ماڼۍ هم په وروستيو کلونو کې د روژې او اختر په څېر ځينو اسلامي مناسبتونو کې خپل پيغامونه په پښتو کړي، ان د ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۰۹ کال د قاهرې وينا يې هم پښتو ته ژباړلې ده.
په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت شورا يوې وياندې (کېټلن هېډن) پيلوزي ته وويل د امريکا مشرتابه پښتنو ته په ډېر ارزښت ګوري، نو ځکه په داسې مناسبتنو کې ويناوې پر پښتو هم ژباړي.
خو د دغو ويناوو او پيغامونو ژباړې تل له ژبنيو تېروتنو ډکې وي. نه يې پښتو ژبه سمه وي او نه هم د ليکدود له مخې له تېروتنو پاکې وي.
پر دې سربېره په افغانستان کې دننه هم پر وزارتونو او دولتي ادارو نيوکې کېږي چې يا خو پر پښتو ويناوې نه خپروي او که يې خپروي، نو بيا ان د پښتو په ټاټوبي کې هم د پښتو ژبې د وينا او ليکدود ستونزې په کې خورا پراخې وي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاذ اسماعيل يون په حکومتي ادارو کې د پښتو ژبې د کمښت او هم د وينا او ليکدود پر ستونزو راسره غږېږي.
د پېلوزي فرهنګي خبرونه

د هند په لوېديځ بنګال ايالت کې په مليونونو وګړيو د ليکوال رابينډراناټ ټاګور د مړينې ۷۰ تلين ولمانځه.
دی له اروپا بهر لومړی کس و چې په ادب کې يې د نوبل جايزه وګټله او هم له بريتانوي واکه د هند د خپلواکۍ غورځنګ يوه مهمه څېره بلل کېده.
دی شاعر هم و، او دوه ملي سرودونه، يو د هند او بل د بنګله دېش همده ليکلي دي. په لوېديځ بنګال کې څه د پاسه ۹۰ مليونه وګړي ژوند کوي.
د کلکتې ښار له ډېرۍ ټرافيکي اشارو سره د ده سندرې غږول کېدې.
د ټاګور زېږېدو نېټه له وړاندې رسمي رخصتي ده، ډېری نور بيا ډاډه نه دي چې د ده د مړينې نېټه هم بايد د درنښت يا خوښۍ لمانځنه وي که څنګه؟
خو د هند تر ټولو زيات دغه مشهور ليکوال له خپل مرګ ۷۰ کاله وروسته هم په خپل ټاټوبي کې بحثونه تاوده ساتلي دي.

د اې بي سي ټلوزيوني شبکې ويلي د Desperate Housewives يا نهيلې مېرمنې سريال راتلونکې لړۍ به يې وروستۍ وي.
اې بي سي وايي د دغه سريال اتمه لړۍ چې د راتلونکي سپتمبر له ۲۵ مې نه به د ۲۰۱۲ کال تر مۍ پورې خپرېږي د برياليتوب يو پړاو وي.
د (نهيلې مېرمنې) ټلوزيوني سريال چې نړيوال شهرت يې ګټلی، په ۲۰۰۴ کال کې پيل شوی دی.
دغه سريال د (فېر ويو Fairview) په خيالي ښار کې د (وېسټريا لېن Wisteria Lane) سيمې ګاونډيانو ژوند او د هغوی ترمنځ د مينې کيسې انځوروي.
دغه سريال چې ګولډن ګلوب او اېمې جايزې يې ګټلې په ورستيو کلونو کې په درجه ټاکنه کې ښکته شوی دی.
اې بي سي ويلي د دغې ټلوزيوني نندارې وروستۍ لړۍ کې به د مينې لا نورې اړيکې، د ودونو بېلېدنې او پر يوه وژنه د پښېمانۍ کيسې نغښتې وي.
بريتانوی ممثل جان ووډ (John Wood) د خپل عمر په ۸۱ کلنۍ مړ شوی دی.
ده په ۱۹۷۶ کال کې د ټوني جايزه ګټلې وه، او د (پاچا جورج لېونتوب The Madness of King George) او (شډو لنډز Shadowlands) په يو شمېر فلمونو او ټلوزيوني ډرامو کې راڅرګند شوی و.
ووډ په وروستيو کې په ۲۰۰۷ کال کې د لويس ټلوېزيوني لړۍ کې لوبېدلی و. له ده نه يې مېرمن او څلور اولادونه پاتې دي.

مصرۍ ممثله هند رستم چې د ختيځ (مارلين مونرو) بلل کېده د خپل عمر په ۸۲ کلنۍ مړه شوې ده.
دا په ۱۹۲۹ کال کې د مصر په اسکندريه کې زېږېدلې وه، او د مصر له بېلابېلو ډايکرکټرانو سره يې په شاوخوا ۸۰ فلمونو کې کار کړی دی.
هند رستم په ټلوزيوني ډرامو کې کار نه و کړی او وروستی فېلم يې په ۱۹۷۹ کال کې راووت، او په ۱۹۹۳ کال کې يې د قاهرې د فېلم نړيوال فسټيوال درناوی وکړ.
په هغو سلو مصري فلمونو کې چې په ۱۹۹۶ کال کې د مصرۍ سينما د سلمې کليزې يا يوې پېړۍ په وياړ غوره شوي وو، ۴ يې د هند رستم فلمونه وو.
چينايی هنرمند ای وی وی له اوږده ځند وروسته پر ټويټر خپلې پاڼې ته ستون شوی او پر حکومت يې ستوغه نيوکه کړې ده.
ده ويلي يو ملګری يې چې له ده سره يو ځای نيول شوی و، نژدې و چې په بند کې مړ شي.
ښاغلی ای په تېر جون کې خوشی شو، دی د چين حکومت له لوري څه د پاسه دوه نيمې مياشتې بندي و، او له خوشي کېدو ورسته چاروکيو دا شرط پرې ايښی و چې په ښکاره به خبرې نه کوي.

خو دغه چينايی هنرمند پر ټويټر خپل فعاليت ته ورګرځېدلی دی.
څه د پاسه ۹۶ زره خلک د ښاغلی ای ټويت پيغامونه ګوري.
که څه هم په چين کې خلک ټويټر وېبپاڼه نه شي کتلی ځکله چې د (ګرېټ فايروال Great Firewall) په نامه نرمکالي سره بنده شوې، خو کېدی شي چې له نورو لارو وکتل شي.
حکومت پر نوموړي تور لګولی و چې د ماليې په ورکړه کې يې چل ول کړی، خو کورنۍ يې وايي د حکومت له لوري د نيونې موخه سياسي وه.
ای وی وی، د چين له مشهورو څېرو بلل کېږي چې د چين د واکمن کمونست ګوند له خوا نيول کېږي.
دی د مرغۍ ځالې په نامه لوبغالي په ډزاينولو ډېر مشهور شو، چې د ۲۰۰۸ کال بېجينګ اولمپيک لوبو تر ټولو مهمه نښه بلل کېده.