تبت کې ایمالونو ۲۸ کسان مړه کړي

د خپرېدو وخت

چینايي رسنۍ وايي د تبت پر لار د واورې ښوېدنې زورورو ایمالونو کې د ایسارو خلکو د ژغورنې چارې بشپړې شوي، تر اوسه د ۲۸ کسانو د مړینې رپوټونه ورکړل شوي.

د چین په سوېل ختیځ ښار نینګچي کې پر سې شنبه، هله ګڼ وګړي له سړې څپې سره مخ شول چې پر لویه لاره د یوه تونل مخې ته ایمالونه وښوېده او خلک په موټر کې ایسار پاتې شول.

 ځايي ژغورونکو ویلي" ایمالونه له سختو بادونو سره مله وو.

لا مالومه نه ده چې د ورکو او مړو شویو کسانو کره شمېر څومره دی.

د چین یوې ورڅپاڼې ګلوبل نیوز لیکلي " ۵۳ کسان ژغورل شوي چې له دوی پنځه تنه سخت ټپيان وو."

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا وايي، ۱۳۴۸ کسیزه ژغورونکي ډله له ۲۳۶ وسیلو سره سیمې ته رسېدلې ده چې څه دپاسه ۷ کلیو مټره اوږده لاره کې ایسار خلک وژغوري.

د واورې دغه ایمالونه د چین لیرې پراته تبت بودایي ښارونو، مینلینګ او میدوګ کې ښوېدلي.

هغه غر چې دغه لاره پرې تېره شوې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لری.

له هسکو سره یې پیچومي او پر ګړنګونو دپاسه ورتلونکي کسان ډېر کله دا وړ اورښتونه او ایمالونه له مرګونو پېښو سره مخ کولی شی.

د بیړنیو ژغورنو سیمه ایز دفتر د شینهوا خبري اژانس ته ویلي"همالیا تل له داسې پېښو سره مخ کېږي ځکه دا د نړۍ تر ټولو د لوړو غرو بهیر دی."

تېر اکتوبر د هند په شمال کې د ایمالونو له امله ۲۶ مړه شوي وو.