سرور دانش ''د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا'' سره پیوستون اعلان کړ

د خپرېدو وخت

د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال سرور دانش چې په نیوزلنډ کې اوسي په یوه اعلامیه کې ویلي، دی له هغه ګوندي تشکیل سره چې دا وروستیو کې یې ایجاد کړی، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخالفینو له'' مقاومت ملي شورا'' سره یو ځای شوی دی.

د ښاغلي دانش په مشرۍ حزب عدالت و آزادی افغانستان په یوه اعلامیه کې راغلي چې د ګوند مشر سرور دانش ''د افغانستان نجات ملي مقاومت شورا مشرتابه په غونډه کې د وري میاشتې پر ۲۴ مه ګډون کړی، او له دې وروسته به هڅه وکړي، چې د یوه فعال غړي په توګه د افغانستان نجات ملي مقاومت شورا ستر ائیتلاف په مبارزه او فعالیتونو کې برخه واخلي.''

د یادونې ده چې "د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت" په نامه شورا، چې له یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د مخکېني افغان حکومت له یو شمېر جلاوطنه چارواکو جوړه ده، د نوي لمریز کال په مناسبت یې یو ه طرحه وړاندې کړه.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې باید د مذاکراتو لپاره پر طالبانو ''فشار ډېر شي'' د دوو کلونو لپاره انتقالي حکومت رامنځته او له هېواده بهر رسماً سیاسي دفتر پرانیستل شي.

یونس قانوني چې یو سیاسي او جهادي مشر دی او په تېر کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس هم پاتې شوی د دغې غونډې مشري کوله.

د دغی شورا په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې وه راغلي و چې"د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې اساسي قانون او نور مدني قوانین ختم شوي او پر ځای صحرایي محکمې او د طالبانو غوښتنو ا و صلیقو له مخې د خلکو برخلیک ټاکل کېږي"