له افغان طبیعي ګازه ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدېږي

د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت له یوه افغان پانګوال سره داسې هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پربنسټ به یې د افغانستان له طبیعي ګازه ۵۰ ميګا واټه برېښنا تولید شي.
له هوکړې سره سم به د خصوصي بیات بنسټ، برېښنايي شرکت په اړونده برخه کې ۲۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
- غني: افغانستان د ۳۱۶ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو توان لري
- <link type="page"><caption> افغانستان کې د ګازي برېښنا د تولید چارې پیل شوې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160922_ns_afghanistan_gas_generated_electricity" platform="highweb"/></link>
افغانستان د خپلې اړتیا اوسنۍ برېښنا له یو شمېر بهرنیو هېوادونو رالېږدوي.
افغان خصوصي شرکت بیات چمتو شوی چې د شبرغان ولایت د یتیم طاق د سیمې له طبیعي ګازه ۱۹۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي او کارولو لپاره یې د حکومت په واک کې ورکړي.
شرکت په ړومبي پړاو کې د ۵۰ میګاواټه، په دویم کې د سل میګا واټه او په دریم پړاو کې د ۱۹۲ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټټر وهلی.
د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت نن ددغې پروژې هوکړه لیک د بیات بنسټ له برېښنا شرکت سره لاسلیک کړ. دواړه لوري درې میاشتې وخت لري چې وروستي تړون ته لاره هواره کړي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له بیات شرکته، د اړوندې اوسمهالي ټکنالوژۍ او په پرتلیز ډول د برېښنا ټیته بیه غواړي:
''د اوس لپاره د دولت عالي اقتصادي شورا ، ۵۰ میګاواټه برېښنا یانې لومړی پړاو تایید کړی دی، په راتلونکو دریو میاشتو کې باید هغه ټکنالوژي راولېږدوي چې د ګاز په مټ برېښنا تولیدوي، دا باید د نړۍ تر ټولو نوي ټکنالوژي وي، دا د چاپېریال ساتنې په ګډون په ټولو برخو کې پکار ده، همدا راز باید د برېښنا بیه مناسبه وي چې د افغانستان پر برېښنا شرکت وپلورل شي، په طرحه کې سربېره پر دې د هغه ګاز بیه هم راځي چې افغان ګاز یې پلوري، شرکت باید د هوکړه لیک د پلي کولو وخت، د ګټې اخیستې نېټه او خپلې مالي سرچینې هم وټاکي''.

د عکس سرچینه، Getty
څو ورځې وړاندې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره بلخ ولایت کې د ګازي برېښنا پر لومړۍ پروژې کار <link type="page"><caption> پیل</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160922_ns_afghanistan_gas_generated_electricity" platform="highweb"/></link> کړ، چې ۵۰ مېګاواټه برېښنا به تولیدوي.
- افغان سوداګر کابل کې ۶ تولیدي فابریکې جوړوي
- <link type="page"><caption> افغانستان له تاجکستانه برېښنا پېري</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/10/111028_electricity_tajik_afghan" platform="highweb"/></link>






















