افغان ولسمشر: بې ګناه خلک زندان کې زغملی نه شم

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د کابل د نظارت خانې زندانيانو ته ويلي دي چې که گناه ونه لرئ او محکمه برات ورکړي نو د احق لرئ چې حيثيت يې پرځاى شي او دولت ترې بخښنه وغواړي.
په دې اړه د ارگ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې ښاغلى غني د زندانيانو د وضعې د ارزولو په موخه پرون په ناڅاپي ډول د کابل نظارت خانې ته ولاړ.
ښاغلي غني زندانيانو ته وويل:
"په دې دلیل نن دلته راغلم چې نن د عاشورا ورځ ده، داسې ورځ ده چې باید سړی بي ګناه او مظلوم کسان یاد کړي."
افغان ولسمشرټينگاروکړ دا لوى ظلم دى چې پرته له گناه دې څوک د زندان د تورو تمبو شاته واچول شي.
"کله چې ظلم او بې عدالتي وي ټولنه ګډوډېږي. که تاسو بې ګناه یاست او محکمه تاسو ته برات درکوي نو باید حيثیت مو پرځای شي. ځکه هر څوک چې په بند کې دوه ورځې تېروې او که لس کاله، که بې ګناه وي، دولت مسوول دی چې ترې بخښنه وغواړي."
ښاغلي غني دارنگه وويل دا نه شي زغملى چې د پوليسو، څارنوالانو او قاضيانو د تيروتنو له کبله خلک دې په زندان کې شپې او ورځې تېرې کړي.
د رپوټونو له مخې د تحقيقاتو او محکمې د ورو بهير او فساد له کبله ډېرى زندانيان له ټاکل شوي قانوني وخت څخه ډېر په نظارت خانو او زندانانو کې ساتل کېږي.
افغان ولسمشر څه مودې دمخه د څرخې پله د ترټولو بدنامه زندان څخه هم ليدنه وکړه.
له زندانونو څخه د ښاغلي غني دغه ليدنې کتنې داسې مهال ترسره کېږي چې افغانان په بيا بيا له هغه څخه غوښتنه کوي چې د بي برخليکه زندانيانو د برخليک د څرگندولو او په عدلي او قضايي سيستم کې د فساد د ورکولو لپاره جدي او پريکنده گامونه اوچت کړي.
د شنونکو په وينا په پوليسو، څارنواليو او محکمو کې د اصلاحاتو راوستل يوه جدي ننگونه ده چې ولسمشر غني ورسره مخامخ ده.





















