
د ماليې وزارت وايي چې دوى به خپله د بيمې نوې تگلاره نه يوازې په پلازمينه کابل کې بلکې په ټول افغانستان کې پلې کوي.
د افغانستان د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي بي بي سي ته ويلي دي چې ددغې تگلارې له مخه په پيل کې ماليې وزارت سوداگر دې ته وهڅوي چې په خپله خوښه خپلې شتمنۍ بيمه کړې گنې نو په وينا يې درې مياشتې وروسته به جبرآ د حکومت له خوا بيمه شي.
د افغانستان ماليې وزارت وايي د پيښو پر وړاندې د سوداگريزو سيمو او شتمنيو د بيمې تگلاره په دې موخه مخ په چمتو کيده چې په وينا يې افغان سوداگر زيانمن نه شي،او سوداگري يې خوندي شي.
ماليې وزارت وايي چې يو شمير سوداگرو له مخکې څخه خپلې شتمنۍ بيمه کړې دي،خو وايي هغو چې دا چاره نه ده تر سره کړې لومړى به ماليې وزارت د يوې ناستې په ترڅ کې پوهاوى ورکړي چې خپلې شتمنۍ بيمه کړي، خو وايي که بيا هم چا دا کار ونه کړ درې مياشتې وروسته به يې شتمنۍ جبرآ د ماليې وزارت له خوا بيمه کيږي.
د افغانستان د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي بي بي سي ته وويل چې د سوداگريزو شتمنيو د بيمې په موخه يې يوه تگلاره جوړول پيل کړي چې راروانه اونۍ به بشپړه او پلې کولو ته چمتو شي.
سره له دې چې په افغانستان کې د بيمې پنځه شرکتونه کار کوي ،خو د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې په افغانستان کې د بيمې شتۀ شرکتونه له نړيوالو معيارونو سره سمون نه خوري ،بله دا چې وايي دغه شرکتونه تر پيښو وروسته بيمه شويو ته پيسې نه ورکوي،ښاغي الکوزي جبري بيمه هم بې گټې وبلله.
په هر حال ماليې وزارت وايي چې دوى به خپله د بيمې نوې تگلاره نه يوازې په پلازمينه کابل کې بلکې په ټول افغانستان کې پلې کوي.

يو شمير هټۍ چې د کابل د جامو په دغه مارکيټ کې سوځيدلې دي هټيوال يې وايي چې ميلیونونه ډالر زيان ور اوښتى چې په وينا يې حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.
د بيمې او بيا جبرې بيمې دنده افغان ولسمشر څو ورځې مخکې وروسته تر هغې ماليې وزارت ته وسپارله چې په کابل کې د جامو په يوۀ مارکيټ کې د اورلگيدنې له کبله گڼ شمير هټۍ وسوځيدې.
بله ستونزه داده چې د افغان چارواکو د شميرو له مخه يو شمير پخواني او تر پنځوس سلنې ډيرې اوسنۍ سوداگريزې ودانۍ داسې دي چې د جوړولو پر مهال يې ودانيز معيارونه په پام کې نه دي ساتل شوي.
د کابل پوليسو هم ويلي دي دا چې ودانيزې غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوي،نودا هم يو لامل وو چې اوبشيندي گاډي ونه توانيدل د وروستۍ اورلگيدنې پر مهال په چټکۍ سره لگيدلى اور مړ کړي.
يو شمير هټۍ چې د کابل د جامو په دغه مارکيټ کې سوځيدلې دي هټيوال يې وايي چې ميلیونونه ډالر زيان ور اوښتى چې په وينا يې حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.












