د نشيي توکو سوداګرو تېرکال۱۵۵ملیونه ډالره ګټه کړې

د خپريدو وخت: 07:04 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

د کوکنارو نه کرلو په صورت کې به دنړیوالو مرستې کندهار ولایت ته را ماتې کړو چې تر ډېره حده به د کرونده ګرو دژوند دسمون په برخه کې ولګول شي. ضرار احمد مقبل

په افغانستان کې د نشيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چاوراکي وایي، چې په کندهارکې به ډیر ژر د (فوډ زون) پروګرام پیل کړي.

دغه څرګندونې دنشيي توکو پر وړاندې دمبارزې وزیر ضرار احمد مقبل عثماني په کندهار ولايت کي يوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې د دغه پروګرام په پلي کیدو سره به دکروندګرو په ژوند کې اساسې بدلون راشي او هغوی به د کوکنارو دکرکیلې څخه لاس واخلي.

دښاغلې مقبل په خبره د دغه پروګرام دپلي کیدو لپاره دامریکا د متحده ایالاتو له خوا ۲۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي، چې د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په لومړیو کې به پیل شي.

هغه زیاته کړه چې دغه پروګرام د کندهار د کرونده ګرو داړتیاو په نظر کې نیولو سره پلان شوی چې د نورو ولایتونو له هغو څخه به په ډېر توپیر سره پلي شي.

دښاغلې عثماني په خبره د کرونده ګرو د محصولاتو لپاره د یوښه اوغوره بازار موندل، دهغوی د محصولاتو د ساتلو لپاره داسانتیاو برابرول هغه څه دي چې دفوډ زون په پروګرام کې شامل دي.

د نشيي توکو پر وړاندې دمبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وویل چې په تېر ۱۳۹۰ کال کې دکوکنارو کرکیله په دغه ولایت کې ۴۰ سلنه کمه شوې، خو په وینایي، چي لاهم ډېرکار ته اړتیا شته چې دغه کچه صفر ته ورسیږي.

هغه وویل چې تېرکال په افغانستان کې دتولید شویو نشیی توکو څخه ۱۵۵ میلیون ډالره دنشيي توکو کاروباریانو ګټه وړې چې د ده په خبره دغه پیسې بیرته دافغانانو دوژلو لپاره کارول شوې دي.

ښاغلې مقبل وویل چې د دغه کښت له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې کروندګرو ته دښه ژوند اسانتیاوې برابرې شي چې د دغه ناروا کښت څخه ډډه وکړې.

"تېر ۱۳۹۰ کال کې دکوکنارو کرکیله په کندهار کې ۴۰ سلنه کمه شوې، خو لاهم ډېرکار ته اړتیا شته چې دغه کچه صفر ته ورسیږي."

ضراراحمد مقبل

هغه وایي تېر کال یی ۱۱ سلنه د کوکنارو کروندې له منځه وړې، چې دښاغلې مقبل په خبره دا په دې معانا چې دهغو ۱۶۰ زرو کسانو څخه یې ډوډۍ اخیستې چې په دغه کار بوخت دي.

خو ښاغلي مقبل وویل چې د کوکنارو تولید یوازې دافغانانو ستونزه نه بلکې د نړیوالو ستونزه ده چې تر افغانستان هغوی ډېر ترې اغېزمن دي او اړینه ده چې نړیوال یې په مخنیوي کې ډېر څه وکړي.

هغه په دې برخه کې دافغانانو همکاري هم اړینه وبلله او د کندهار له کرونده ګرو څخه یې دکوکنارو د نه کرلو غوښتنه وکړه.

د ده په خبره د کوکنارو د نه کرلو په صورت کې به د نړیوالو مرستې دغه ولایت ته را ماتې کړې چې تر ډېره حده به د کرونده ګرو دژوند دسمون په برخه کې ولګول شي.

د نشیي توکو پر وړاندې دمبارزې وزیر دغه ژمنې د اسې مهال کوي، چې په ګرمسېرو ولایتونو کې د کوکنارو کرلو موسم رارسیدلې.

او لاهم د دغه ولایت کرونده ګر دې ژمنو ته دشک په سترګه ګوري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .