'که په حکومت پوره نه شوه، طالبانو ته مراجعه کوو'

د خپريدو وخت: 13:05 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

د تېرې جمعې په ورځ د کندهار-کابل پر لویه لاره د احمد شاه ابدالي د یوه ۳۰۳ بس او یوه بار وړونکي ګاډي د جنګېدو له امله ۵۴ تنه ووژل شول او ۴ نور سخت ټپیان شول.

د کابل کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د۵۳ وژل شوو کورنۍ وایي که یې حکومت غږ وا نه وري، دوی به له وسله والو طالبانو څخه مرسته وغوړاي.

د وژل شو کورنیو چې د کندهار ولایتي شورا ته ورغلې وې، دولت ته یې ګوت څنډنه وکړه که یې د احمد شاه ابدالي د ترانسپورټ شرکت ونه تاړه، نو دوی به وسله والو طالبانو ته مخه کړي او خپل حق به ترې وغواړي.

د تېرې جمعې په ورځ د کندهار-کابل پر لویه لاره د احمد شاه ابدالي د یوه ۳۰۳ بس او یوه بار وړونکي ګاډي د جنګېدو له امله ۵۴ تنه ووژل شول او ۴ نور سخت ټپیان شول.

په دغه ترافیکي پېښه کې د وژل شو کورنیو د احمد شاه بابا ابدالي شرکت د خپلو دوستانو قاتل وباله؛ ځکه د دوی په ټکو نوموړی شرکت د بس چلوونکي ګړندي تګ ته اړباسي چې دا څه د ترافیکي پېښو لامل ګرځي.

دوى دغه راز په دې برخه كې اړوند دولتي چارواكيد قانون په نه تطبيق هم تورن کړل.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکي د کندهار د ترانسپورت رییس نجیب الله احمدي د ترانسپورټ وزیر داود علي نجفي په بې كفايتۍ تورن کړی و او ویلي یې وو چې نوموړي ته یې داسې مکتوب رالېږلی چې دغه ډول ترانسپورټي نمایندګیو ته دې د مجازاتو پر ځای مکافات ورکول شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .