طالبانو د ملکي وگړو د وژنى تور رد کړ

په افغانستان کى وسله والو طالبانو د ملگرو ملتونو هغه رپوټ رد کړ چى ويل يې د ملکي وگړو په سلو کى ۸۰ وژنې طالبانو کړي دي، دوى دا رپورټ يو اړخيز بولي.
وسلوالو طالبانو په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر "يوناما هغه راپور رد کړ چې وايي په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو ملکي وګړيو په سلو کى د اتيا کسانو په وژنه کې د وسلوالو مخالفينو لاس وو."
د یوناما په راپور کې چې د چارشنبې په ورځ ( د اگست/ ٨) خپور شو، راغلي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١١٤٥ ملکي وګړي وژل شوي او ١٩٥٤ تنه ټپيان دي.
ملگرو ملتونو ليکلي چې دغه شمېرې د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ١٥ % کموالى ښيي.
په راپور کې راغلي چې د سږ کال په شپږو مياشتو کې ۸۰ % ملکي وګړيو ته د دولت د وسلوالو مخالفينو او ۱۰ % ته د نړيوالو او افغان ځواکونو په بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
د پاتې وژنو په برخه کې ملگرو ملتونو ويلي چې په دواړو اړخونو پورې تړاو نه لري.
خو وسلوالو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو دغه څرګندونې رد کړې دي.
طالبانو ادعا کړې چې په دې راپور کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي کسانو پر وژنه سترګې پټې شوې دي.
هغوى د يوناما راپور يو اړخيز بللى دى.





















