سوداګرۍ خونه وايي د غالیو صادرات کم شوي

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې د څلور کاله مخکې مودې په پرتله د افغان غاليو صادرات په ۱۰۰ کې ۹۰ لږ شوي دي.
قالين اوبدونکي له دغه صنعته د حکومت نه ملاتړ، د اړينو اومو توکيو د بيو لوړوالې، د مینځلو او غوڅولو د ښو وسايلو نشتوالى او ځينې نور د افغان غاليو د صادراتو د کچې د کښته راتللو له لاملونو بولي.
د افغانستان سوداگرۍ خونه پر حکومت نيوکه کوي او وايي چې تر دې مهاله يې ان يوه ټوټه ځمکه هم د غالۍ اوبدونکو په واک کې نه ده ورکړې چې يو صنعتي پارک په کې جوړ کړي.
افغان غاليو تر څو کاله مخکې کلونو پورې ښه نوم او نړيواله پېژندگلوي لرله، خو په وروستيو کلونو کې يې ارزښت په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې کښته راغلى او خپل تېر نوم نشان يې تر ډېره له لاسه ورکړى دى.
د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې د څلور کاله مخکې مودې په پرتله د افغان غاليو صادرات يانې بهر ته لېږدونه په ۱۰۰ کې ۹۰ کمه شوې ده.
د دغه بنسټ مرستيال خان جان الکوزى حکومت گرم بولي چې گواکې د غالۍ اوبدنې د زرين او تاريخي صنعت اړينه مرسته يې نه ده کړې.
"زموږ يو رښتونى زرين صنعت چې غالۍ اوبدنه ده، د له منځه تللو له گواښ سره مخامخ دى. لامل يې دا دى چې ملاتړې تعارفه نه لري، رنگ يې گران دى، تار يې له بهره راځي، ماشين او بورس يې نه لرو. بله دا چې د ۱۰ کلونو په ترڅ کې افغان ولسمشر غاليو ته د يوه صنعتي پارک ځمکه هم نه ده ورکړې چې غاليو او دغه صنعت ته يو پارک ولرو"
بله خوا يو شمېر غالۍ اوبدونکي وايي افغانان که په پاکستان کې غالۍ اوبي او که په افغانستان کې پاکستان پرې خپلې نښې لگوي او د خپل هېواد د توکيو په نامه يې نړيوالو بازاراونو ته استوي.
صنعت کاران وايي چې د دريو لسيزو جگړو هم د غالۍ اوبدنې صنعت ځپلى دى.
ځکه چې وايي د دغه صنعت گڼ پانگوال بهرنيو هېوادونو ته کوچېدلي او ناامني د دې لامل شوی چې پانگوال په دغه ډگر کې پانگونه وکړي.
له بلې ډ ډې افغان غالۍ اوبدونکي وايي چې د ايران ماشيني غالۍ راتلل هم پر د دغه هېواد پر غالۍ اوبدنه يو سخت گوزار کړى دى.
د غاليو صنعت کاران په دغسې حالت کې له افغان حکومته د مرستې غوښتنه کوي چې د دغه صنعت د ژغورلو په موخه گټور گامونه واخلي.
د يو شمېر راپورونو له مخه پاکستان په هغه هېواد کې گڼ شمېر داسې افغان غالۍ اوبدونکو ته د ژوند او صنعت اسانتياوې برابرې کړي چې غالۍ يې د پاکستان له نښې سره بهر ته لېږدول کيږي.


















